رشید دوستم: داعش د افغانستان او ګاونډيانو له پاره ګواښ دی

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه خبر داری ور کړ چې  ور ځ تر بلې د افغانستان او ګاونډي هیوادونو له پاره یې ګواښ زیاتيږي.

جنرال عبدالرشید دوستم چې نن ( د وري ۱ لومړۍ ) یې په بلخ ولایت کې د نوي کال او سخي صاحب جنډې پورته کولو په مراسمو کې وویل، تور بیرغونه ورځ تر بلې افغانستان او ګاونډيو هیوادونو له پاره په جدي ګواښ بدلیږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال وویل، چې داعش پلوه وسله والې ډلې په فاریاب، جوزجان، سرپل او بدخشان ولایتونو کې ځای پر ځای شوي.

دوستم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ددې ګواښ پر وړاندې دې اغیزمن ګامونه واخلي او په وینا یې "داعش د افغانستا لپاره جدي ګواښ دي".

دکورنيو چارو وزارت پخواني مرستیال خالد هادي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې داعش  پلوه وسله واله ډله که څه هم د عراق او سوریې هغې سره توپیر لري؛ خو بیا هم دافغانستان له پاره ګواښ دی.

هادي زیاته کړه، چې داعش پلوه وسله والو په افغانستان کې پرته د طالبانو له مقاومت ستراتيژيک ځایونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي " او له دې څخه داسې ښکاري، چې د دوی تر شا قوي استخباراتي لاسونه شته چې د خپلو موخو له پاره یې کاروي"

جنرال خالد هادي پر دولت غږ وکړ، د مخ پټو وسله والو په خلاف دې دولت او نړیوال ګامونه پورته کړي او د دینې عالمانو سره یو ځای دې له دوی سره مبارزه پېل کړي.

دوستم د سولې دخبرو اترو په اړه هم څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې حکومت یې د طالب مشرانو سره د خبرو اترو په حال کې دی.

دوستم وویل، چې د مذاکرې د رسمي پېل سره سم به ټول جزیات له خلکو سره شریک کړي او له خلکو به خبرې پټې نه کړي.

په تېر کې جنرال عبدالرشید دوستم یو له هغه قوماندانانو څخه و چې د طالب اورپکو په وړاندې یې مقاومت وکړ او په مزار شریف، جوزجان او غور ولایتونو کې یې پلویانو کلکې جګړې وکړې؛ خو په خپله وروستۍ وینا کې یې وویل، چې له جګړې ستړي دي او نوره جګړه نه غواړي.

دوستم همدا ډول له خلکو وغوښتل چې وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو ملاتړ وکړي.

په دغه مراسمو کې د بلخ ولایت سرپرست والي عطا محمد نور هم خبرې وکړې او د سولې له پروسې یې ملاتړ اعلان کړ.

"د ملي یووالي حکومت د رامنځته کیدو سره سم مهمه سیاسي چاره د سولې د پروسې په ثمر رسول و او موږ په ټولو امکاناتو سره د سولې او ټیکاو له پروسې ملاتړ کوو"

له دې وړاندې افغان اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي وو، چې د داعش اوازې باید بابیزې ونه ګڼل شي.

عبدالله عبدالله دا هم ویلي وو، چې ځېنې خلک داعش د ستر ګواښ په توګه یادوي خو ځېنې هغه یې بیا په اړه بې تفاوتي ښکاره کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام