د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په واشنګټن کې د انتلانتیک شورا غونډه کې وویل، پاکستان نه غواړي، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.
رباني وايي، په افغانستان او سیمه کې د وسله وال تاوتریخوالي دوام لامل له ترهګرو د پاکستان ملاتړ دی.
صلاح الدین د خپلو خبرو پرمهال په پاکستان نیوکه وکړه، چې د افغانستان فضايي حریم یې نقض کړی او د افغانستان په ختیځ کې په یو شمېر سیمو په پرلپسې ډول راکټي بریدونه هم کړي، چې دغه بریدونه د دواړو هېوادونو عادي اړیکي شدیدا زیانمنوي.
د بهرنیو چارو وزیر وايي، که په ځینو هېوادونو کې د ترهګرو پټن ځایونه ویجاړ شي، دغه ډلې به په افغانستان او سیمه کې پوره ماتې شي.
دی وايي، دغه هېوادونه باید د ترهګرو تمویل، تجهیز او روزنې څخه لاس واخلي.
د انتلانتیک شورا په غونډه کې د بهرنیو چار وزیر وویل، په سیمه کې د تاوتریخوالي او جګړې ختمولو په خاطر ځینې هېوادونه د افغانستان په څېر کار نه کوي او په دې لټه کې دي، چې دغه هڅې ناکامه کړي.
رباني وویل، له پاکستان پرته افغانستان د سیمې د نورو هېوادونو له اړیکو خوښ دی.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان د خبرو له لارې د جګړې ختمولو او سولې پلوی دی. رباني وايي، د کابل، هلمند او کندهار وروستي بریدونه ښيي، چې طالبان سولې ته حاضر نه دي، خو دولت بیا هم د دوی پروړاندې د سولې دروازې پرانیستې پريښي دي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزیر د امریکې د هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې افغانستان ته به اضافي سرتېري راولېږي.