راتلونکې اوونۍ به د حزب اسلامي ۶۹ بندیان ازاد شي

 

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي استازي وايي، په راتلوونکې اوونۍ کې به ۶۹ هغه زندانیان له بنده ازاد کړای شي، چې پر دوی پورې تړلې دي.

د یاد حزب ویاند حشمت‌الله راشد سلام‌وطندار ته د پورته ویناوو د څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه، چې په دې سره به د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د شوي هوکړه‌لیک په اړه راپورته شوی کړکیچ هم پای ته ورسيږي.

راشد زیاتوي د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې دی او د بندیانو د ازادولو لړۍ پیلېدو سره به په ځانګړو مراسمو د خلکو منځ کې را ښکاره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي سره د سولې په شوې هوکړې د عملي کېدو په برخه کې د ملي وحدت حکومت تر راتلونکو ۱۵ ورځو وخت ورکړی دی.

حکومت ویلي، چې دوی په تمه دي، څو کابل ته د حکمتیار د راننوتلو په اړه ددې حزب له اړخه اعلان وشي.

د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې د هوکړې پر تطبیق د کمېسيون ویاند احمدفرزام وايي، حزب اسلامي د سولې د کړې هوکړې ځینې برخې لکه نظامي فعالیتونه او جګړه پای ته رسول عملي کړي او کابل ته د حکمتیار د راتګ سره به ټولې ژمنې په دې برخه کې عملي شي.

"هر بندي ته دوه تضمین خطونه ورکول کيږي یو د حزب اسلامي د رهبرۍ له خوا چې هر زنداني دهغوی پورې تړاو ولري هغه به اساسي قانون، ټولو نافذه قوانينو او د سولې هوکړې ته ژمن پاتې کيږي، یو تضمین لیک د هغې سیمې د مشرانو او یو هم په خپله د زنداني له خوا یو ژمن لیک ورکول کيږي."

د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لیک تیر کال په ۳ فصلونو او ۲۵مادو کې امضا شوی و چې ددې هوکړې له مخې د اساسي قانون په منلو سره به د حکومت پر وړاندې له وسله والې جګړې لاس اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام