د ۷۴۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳ پراختیايي پروژو هوکړه‌لیک

د ټولګټو وزارت مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال، خوست، کاپیسا او لغمان ولایتونو کې خصوصي شرکتونو سره د درېیوو پراختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د ټولګټو وزارت یما یاري وايي، دغو درېیوو پروژو کې د څه باندې ۷۴۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳۵ کیلومترو سړک جوړول او بیارغول شاملېږي.

د هغه په وینا، د دغو پروژو لګښت د افغان دولت او نړۍوال بانک له لوري ورکول کېږي.

ورته مطالب:

تخار ولایت کې په ۹ میاشتو کې ۲۷۷ پراختیايي پروژې عملي شوي

«په امن سیمو کې هم ځېنې پراختیايي پروژې نه دي پلي شوي»

یو ترکی شرکت د برېښنا پر ټاپ پروژې پانګونه کوي

د ټولګټو وزیر همدارنګه وايي، د دغو پروژو پلي کول به د کاري فرصتونو رامنځته کېدو، د کرنې او سوداګرۍ ښه‌والي، د امکاناتو او تسهیلاتو برابرولو، په چټکۍ او مصوون ډول د توکیو لېږدولو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لامل شي.

لومړۍ پروژه کاپیسا ولایت کې د شاوخوا ۲۰ کیلومترو په اوږدوالي سره تر پُل‌مغان پورې د دانش سړک جوړول، دویمه پروژه هم د لغمان پوهنتون سړک جوړول او درېیمه پروژه خوست کې له منګل‌دومندې څخه تر قلندر پورې د سړک بیارغول شاملېږي.

د ټولګټو وزارت مسوولان همدارنګه دغه وزارت سره د څو نورو ادارو ادغام په اړه وايي، د ټرانسپورټ وزارت، د ملکي هوايي چلند اداره، د اروګاډۍ پټلۍ اداره او د ټرافیکو ریاست یوه برخه به د ټولګټو وزارت سره یو ځای شي او د ټرانسپورټ وزارت په نوم به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام