د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکیو نن شنبې په یوه خبري غونډه کې ۸ پراختیايي پروژې چې د کلیو د لارو د رغولو ملي برنامه هم پهکې شامله ده، د ۵۱۹ میلیونو په ارزښت له بېلابېلو خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.
د دې وزارت وزیر نصیر احمد درانی وايي، دا پروژې چې په ننګرهار، لغمان، خوست، لوګر، بغلان، سمنګان، کاپیسا او بامیانو کې پلې کېږي، پهکې د ۲۹ کیلومتره سړکونو جوړول او قیراچول، د ۲۴،۵ کیلومتره په اوږدوالي د سړکونو جوړول او جغلاچول او د ۱۰۵ مترو په اندازه د پُلونو رغول شامل دي.
د دراني پر وینا، دا دې پروژو لګښت د وزارت له پراختیايي بودیجې ځانګړې شوي، چې په تطبیق به یې د سیمې اوسېدونکیو ته ۲۰۶ زرو او ۵۰۰ کاري ورځې پیدا شي.
د دې ورازت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کلیو د لارو جوړولو ملي پرواګرام په پام کې لري، چې په روان لمریز کال کې شاوخوا ۷ زره او ۵۵ کیلومتره کلیوال سړکونه او یو زرو او ۶۹۱ متره پُلونه ورغوي. همدارانګه دا ملي پروګرام په نظر کې لري، چې په روان لمریز کال کې په ټول هېواد کې د ۴ زرو کیلومترو سړکونو ساتنه او مراقبت وکړي.
تر دامهاله د کلیو د لارو جوړولو ملي پروګرام تر اوسه ۶ زره او ۵۰۰ کیلومتره سړکونه او ۵ زره متره پُلونه په ټول افغانستان کې جوړ کړي او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.