یوې نیپالي رسنۍ خبر ورکړی، چې د هندوستان مشهوره ورزشي تلویزون (سټارسپورټس ۲) به د ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام له پاره د پلان شوي ټاکنیزو پړاو څخه یو شمېر لوبې په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې تراوسه دغه هندي ټلویزیون د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب کیدونکو سیالیو د ژوندي بهیرپه اړه څه نه دي ویلي.
د نیپالي ویب پاڼې (فوټ کریک نیپال) تراوسه یواځې د خپلې نیپالۍ ملي لوبډلې د درېیو سیالیو د ژوندي خپرېدو په اړه معلومات ورکړي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې به دغه ټلویزون د (جولای) په ۹ مه نیټه د نیپال کرکټ ملي لوبډلې له پاره په (الف) ګروپ کې د ۶ پلان شويو لوبو څخه درې لوبې په ژوندۍ بڼه په ټلویزیون وښودل شي.
دغې رسنۍ اعلان کړی، چې په دې لوبو کې به د ایرلینډ او نیپال، هانګ کانګ، نیپال او پي این جي او نیپال لوبې په ژوندۍ بڼه په یاد تلویزیون کې وښودل شي.
تراوسه افغان کرکټ بورډ هم د دې سیالیو د ژوندي بهیر په اړه څه نه دي ویلي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د نیپال په ګډون ښایي د هندوستان (سټارسپورټس ۲) په دې ټورنمنټ کې ټولټال ۲۰ او ښایي له دې زیاتې لوبې په ژوندۍ بڼه کرکټ مینه والو ته وښيي.
د هندوستان په کوربتوب ۲۰۱۶ م زېږدیز کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالۍ د راتلونکې جولای میاشتی په ۹ مه نیټه پېلیږي.
په دې سیالیو کې ۱۴ لوبډلې په ۲ ګروپونو کې لوبیږي، چې ۶ لوبډلې به ترې د هندوستان په کوربتوب شپږم پړاو ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به د تمریني سیالیو ترڅنګ په (بي) ګروپ کې له سکاټلینډ، هالنډ،عربي امارات، کینیا، کاناډا او عمان لوبډلو سره لوبې ترسره کړي، خو معلومه نه ده، چې (سټارسپورټس ۲) ټلویزیون به د افغانستان کومې لوبې په ژوندۍ بڼه کرکټ مینه والو ته وښيي.