پرون مازیګر د امریکا د متحده ایالتونو په لاس انجلس کې د هالیووډ په دولبي تیاتر تالار کې د اسکار مراسمو غونډه جوړه شوه.
د تېر کال د اسکار جایزې د غونډې مراسم په سختو ټاګنو پای ته ورسېدل او سږ کال بیا د اوسکار د غوره فیلمونو د جایزو وېشلو په ۸۸ م جشن کې «سپاټ لایټ» د غوره فیلم په توګه د اوسکار جایزه وګټله.
دغه فیلم «د لېوني مکس: د تاوترخوالي واټ» چې غوره صحنې لري، ښې جملې او ډیالوګونه لري وکولی شول؛ چې ۶ طلايي بوتان وګټي.
د لېوني مکس فیلم په لسو بېلا بېلو برخو کې کاندید شوی و.
«له قبره راوتی» فیلم بیا د اسکار ۳ جایزې وېوړلې.
د لنډ مستند غوره جایزه بیا، د ناموسي قتلونو فیلم ته ورکړل شوه.
دغه فلم کې د یوې پاکستانۍ نجلۍ کیسه لیکل شوې ده، چې په ناموسي موضوع کې وژل کېږي.
د غوره لوبغاړي جایزه لیوناردو دي کاپریو ته ورکړل شوه او همدا ډول د غوره ممثلې جایزه ۲۷ کلنې بري لارسون ته په "غرفه" فیلم کې د لوبېدلو له کبله ورکړل شوه.
د مکملې ښځې لوبغاړې بهترینه جایزه الیشا ویکاندر د «ډنمارکۍ نجلۍ» له فیلم واخیستله.
همدارنګه مارک رایلنس «د جاسوسانو پل» فیلم تر ټولو ښه مکمل نارینه لوبغاړی غوره شو.
د اسکار فیلمي جایزو په ۸۸ مه مراسمو کې دوه جایزې کارتوني فیلمونو ته هم ځانګړې شوې وې، چې په ترتیب سره، سرچپه یا «Inside Out» او «د یږې کیسې» ښو او بهترینو کوچنیو کارتوني فلمونو ته ورکړل شوې.
د اسکار جایزې سږني مراسم، چې د «نژادپالنې» او «د تورپوستو د کم ګدون» په دلایلو تورنې شوې وې؛ د بالیووډ ډېرو رنګین پوستو لوبغاړو، لکه کمیډین لوبغاړي ویل سمیت او نورو له خوا هم تحریم شوي وو.