د لوړو زدهکړو وزیر نجیبالله خواجه عمري په کابل کې خبري غونډې ته وویل نن او سبا به په نیمروز، غور، لوګر، بادغیس او پنجشیر ولایتونو کې د کانکور ازموینې ګډونوالو بایو مېتریک لړۍ ترسره شي.
د لوړو زدهکړو وزیر زیاته کړه سږکال څه باندې ۲۰۰ زرو کسانو د کانکور په ازموینه کې د ګډون لهپاره نومونه لیکلي چې له دې شمېرې به یې ۶۲زره او ۶۶۲ تنه د لوړو زدهکړو موسېسو او ۵۳زره او ۷۷۰ تنه د نیمه لوړو زدهکړو موسېسو ته جذب شي.
ښاغلی خواجه عمري وایي، په ټوله کې سږکال دولتي لوړو او نیمه لوړو زدهکړو موسېسو ته ۱۱۶۴۳۲ کسان جذبېږي.
د لوړو زدهکړو وزیر وايي، د وري له ۹ مې ازموینه پیلیږي او تر چنګاښ میاشتې به د عمومي کانکور، اختصاصي کانکور، د شپې او متفرقه کانکور ازموینې له مهال وېش سره سمې په ۳۸ حوزو کې واخیستل شي.
ښاغلي خواجه عمري دا هم وویل په پښتو او دري ژبو ۱۲۰ زره پوښتنې چمتو شوې دي.
د لوړو زدهکړو وزیر نجیبالله خواجه عمري ډاډ ورکړ چې د رڼې او عادلانه ازموینې لهپاره هر اړخیز او جدي تدبیرونه نیول شوي دي.
دغه راز، خواجه عمري وویل په میدان وردګو، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، خوست او نورستان ولایتونو کې د کانکور ګډونوالو بایو مټریک لړۍ د روانې وري میاشتې پر ۱۵ او ۱۶ نېټه پای ته رسېږي او ازموینه به یې د وري پر ۱۷ او ۱۸ نېټه واخیستل شي او د پاتې ولایتونو د کانکور ازموینې نېټه وروسته اعلانېږي.