د ۱۱میلیون‌ ډالري پروژې د تړون نوې زاویې؛ «ونرایز» څه وايي؟

د ولسمشرغني او د څوو نورو افغان چارواکیو د سترګو پر وړاندې د ۱۱ میلیونو ډالرو فساد قضیې اوس نوې زاویې پيدا کړې‌دي.

د سلام‌وطندار د راپور له خپرېدلو او غبرګونونو نه وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان وکړ چې بوستوس شرکت له امریکايي «ولټر» شرکت سره په ګډه ـ چې د مخابراتي کارونو په برخې کې له ۲۰ نه په ډېرو هېوادونو کې کاري تجربه لري ـ د ریل‌ټایم پروژې تړون له مخابراتو وزارت سره لاسلیک کړی‌دی. په‌داسې حال کې چې د قرارداد د لاسلیک پر ورځ د ولټر شرکت هېڅ استازی نه و موجود او په هېڅ ځای کې یې نوم نه‌دی راغلی.

موږ دلته له ولټر شرکت سره کار نه‌لرو؛ د بوستوس شرکت موضوع د بحث وړ ده.

درې کاله مخکې آراکسس  (Arraxxee SAS Paris)، ونرایز  (Vanrise)، پي‌ټي استرا گرافیا (PT Astra Graphia)  و پرولوجکس ال‌ال‌سي  (Prologix LLC)شرکتونو له افغان حکومته د ریل‌ټایم پروژې د تر لاسه کولو له‌پاره هڅې پیل کړې. افغان حکومت هم دې څلورو شرکتونو ته د ریل‌ټایم پروژې د تړون شرایط واستول؛ خو بوستوس شرکت ـ چې اصلن په‌دې څلورو شرکتونو کې بېخي موجود نه و ـ د پروژې قرارداد تر لاسه کړ.

حکومتي سرچینو د ریل‌ټایم پروژې د قرارداد د شرایطو په اړه سلام‌وطندار ته له څه ویلو ډډه وکړه؛ خو موږ وتوانېدو چې د دې ۱۱ میلیوني پروژې د قرارداد شرایط له «ونرایز» شرکت نه ترلاسه کړو.

د ریل‌ټایم پروژې د تړون پر بنسټ، بوستوس شرکت ـ چې امریکايي هغه دی ـ باید قانوناً په متحده ایالاتو کې ثبت شوی او بیا یې ثبوت شوي مدارک د ریل‌ټایم د قرارداد د تر لاسه کولو له‌‌پاره افغان حکومت ته ارایه کړي‌وي؛ خو شواهد ښيي چې «بوستوس شرکت د افغانستان د مخابراتو وزارت سره له تړون کولو یوه ورځ وروسته د امریکا په نوېدا ایالت کې شوی‌.»

همدارنګه باید د ریل‌ټایم پروژې د تړون د ترلاسه کولو له‌پاره غوره شوي شرکتونه په اړوندې کاري برخې کې اته کاله تجربه ولري؛ خو مدارک د بوستوس شرکت د درې کلنې کاري تجربې خبر ورکوي. په‌داسې ډول چې د دې شرکت وېب‌پاڼه په ۲۰۱۶ کال کې جوړه شوې. د یادونې ده چې په‌دې اړه د سلام وطندار د راپور له خپرولو وروسته د دې شرکت رسمي فېسبوک‌پاڼه او وېب‌پاڼه غېرفعال شول.

د ریل‌ټایم پروژې د تړون د ترلاسه کولو له‌پاره دویم شرط، د شرکتو پنځه کلن کاري جزیات وړاندې کول دي؛ خو دلته داسې پېښېږي چې بوستوس یو ناڅاپه له‌دې تړون سره سر راپورته کوي او د پنځه کلنې کاري تجربې هېڅ مدرک نه‌لري.

د قرارداد د شرایطو له‌مخې باید بوستوس شرکت د خپل کار جزیات له افغان حکومت سره شریک کړي‌وی؛ خو مسوولان په‌دې اړه غلي دي او ویلي یې دي، د تداراکاتو کمېسیون ـ چې د دې تړون د تدارکاتي چارو مسوولیت یې په غاړه و ـ ژر به په‌دې اړه غونډه جوړه کړي.

د قرارداد د شرایطو له‌مخې، غوره شوي شرکتونه باید د اړوندو پروژو په برخه کې د تجربې لرلو په اړه افغان حکومت ته ډاډ ورکړي او د قرارداد له لاسلیکولو مخکې باید روښانه شي چې یاد شرکت دا پروژه په یوازې ځان پلې کوي او که له نورو شرکتونو سره یې په ګډه چارې پر مخ بیايي. دویم شرکت هم باید د لومړي هغه شرایط ولري؛ خو بوستوس شرکت له پورته شرایطو یو هم نه‌دی پوره کړی.

سلام‌وطندار ته ځېنې سرچینې وايي، څلور شرکتونو ـ چې مخکې یې نومونه یاد شوي – د دغه سېسټم جوړولو له‌پاره لازمه تجربه لرله؛ خو د تدارکاتو کمېسیون د قرارداد له لاسلیکولو دوې میاشتې مخکې یادو شرکتونو ته خبر ورکړی چې د ریل‌ټایم پروژې تدارکاتي چارې ځنډېدلي دي.

د دغو سرچینو په وینا، د ریل‌ټایم سېسټم له‌پاره د شرکتونو له لوري له ۶ تر ۸ میلیونه ډالرو بیې وړاندیز شوې‌وې؛ خو د تدارکاتو کمېسیون له‌دې پرته ـ چې د هغوی وړاندیز شوې طرحې (پروپوزلونه) وګوري ـ خبر یې ورکړی چې پروژه ځنډېدلې ده. د مخابراتو وزارت بیا په یوه خبرپاڼه کې د غوره شویو شرکتونو وړاندیز شوې بیې ۱۸ میلیونه ډالر یاد کړي‌دي.

د مخابراتو مخکینی وزیر عبدالرزاق وحیدي په‌خپل یو اوږد پوسټ کې د بوستوس شرکت په اړه لومړني معلومات خپاره کړي‌دي. وحیدي وايي: «سره له دې چې د مسوولانو په وینا، بوستوس شرکت یو امریکايي شرکت دی؛ خو په وېب‌پاڼه کې یې یوازې یوه «ناڅرګند» پته او په افغانستان کې د ټیلیفون یوه شمېره ورکړې‌ده. په امریکا، هند، چین او افریقا (!!!) کې د دغه شرکت دفترونه نه‌دي معلوم.»

وحیدي یو بل جالب او د پام وړ ټکي ته هم اشاره کوي او وايي: «په نورو هېوادونو کې د بوستوس شرکت فعالیتونه او پروژې نه د یاد شرکت په وېب‌پاڼه او نه هم په کوم بل ځای کې د هېڅ ماشین په وسیله د موندلو وړ‌ دي. د بوستوس شرکت وېب‌پاڼه ان د شرکت د کلني مالي سېسټم د دوران په اړه هم څه نه‌دي خپاره کړي؛ نو له دې ښکاري چې د ریل‌ټایم سېسټم پروژه د یاد شرکت لومړنۍ پروژه ده. جوشووا بوستوس سره له‌دې چې په مجازي نړۍ کې ښه فعال دی؛ خو بیا یې هم پر خپلې فېسبوک‌پاڼې د بوستوس شرکت په اړه ـ چې د ده خپل دی ـ څه نه‌دي خپاره کړي.»

ورته مطالب:

د ریل‌ټایم پروژې لاسلیکېدل

د ولسمشر د سترګو پروړاندې فساد؛ شرکت ۱۱میلیونه ډالر غلا کړل

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام