د یو قرباني کورنۍ هڅه کوي چې د دلاور ایماق نوم له ټاکنیز نوم‌لړه وغورځوي

د بغلان ولایت اوسېدونکي اسلام‌الدین کورنۍ او خپلوان نن د ټاکنیزو شکایتونو اورېدلو کمېسیون مخې ته راټول شوي‌ او له کمېسیونه غواړي چې د ټاکنو له لومړي لېسته د دلاور ایماق نوم وغورځوي.

دوی ادعا کوي چې اسلام‌الدین ۱۰ میاشتې مخکې په بغلان کې د خپلې کوژدې د کور په لوري روان و چې د مجاهد جبار په نوم د ایماق د یو قوماندان له لوري ووژل شو. د اسلام‌الدین مور وايي، که ښاغلی ایماق بیاځلي ولسي جرګې ته لاره پيدا کړه؛ زور یې څو چنده کېږي او د دوی ژوند ورسره له ستونزو ډکېږي.

په ورته وخت کې د دلاور ایماق سکرټر مسعود سعد سلام وطندار ته وویل، دوی د مجاهد جبار په نامه کوم قوماندان نه پېژني او دا د دوی پرضد د ټاکنیزو رقیبانو توطیه ده.

د ښاغلي سعد په وینا، د دا ډول دوسیو د څېړلو مسوولیت د عدلي او قضايي بنسټونو دی؛ نه د ټاکنیزو شیکایتونو کېسیون.

د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه د ځواب اخېستلو په پار زموږ هېڅې بې‌پایلې شوې؛ خو دې کمېسیون څه موده مخکې اعلان کړی‌و چې د شکایتونو د ثبت وخت پای ته رسېدلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام