د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې تېره ورځ د یخ خرڅولو د ځای پر سر د دوو ګاونډ کورنۍ غړو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې، چې له امله يې د یوې میرمنې په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.
راپورونه وايي، چې تېره ورځ(یکشنبې می ۲۸مه) شاوخوا یوه نیمه بجه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند للمې سیمه کې دغه نښته شوې.
د چپرهار ولسوالۍ د یادې سیمې یوه قومي مشر د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وویل، دغه دوه کورنۍ یوه د کونړ او بله هم د چپرهار ولسوالۍ ده.
دغه قومي مشر وویل: " د دغو دواړو کورونو مخې ته یو ځای باندې دوی لانجه کړې. یوې کورنۍ ویل، موږ پکې یخ خرڅوو او بلې ویل موږ. په همدې یې جنګ کړی او دغه کسان پکې وژل شوي".
د للمي سیمې دغه قومي مخور زیاته کړه، له دې وړاندې چې قومي مشران د دغو دواړو کورنیو تر منځ راولاړه شوې شخړه حل کړي؛ د کونړ اصلي اوسېدنکي سیدملا د للمې سیمې پر اوسېدونکي ملا نقیب او زامنو یې ډزې کړي او درې واړه یې ځای پر ځای وژلي دي.
هغه وویل، کله چې د دغو کسانو ویشتونکی کور ته راګرځېدلی؛ خپل کور کې یې هم یوه مېرمن په ډزو وژلې، چې نه پوهېږي، د هغې د ویشتلو لامل به څه وي.
خو د للمې سیمې یوه بل اوسېدونکي ایمل سلاموطندار سره خبرو کې وویل، د ملا رقیب او زامنو وژونکي خپل کور کې له وارخطايۍ ډزې کړي او د خپل کور یوه مېرمن یې وژلې ده.
د چپرهار ولسوال معلم معشوق هم د واقعې پخلې کوي او وايي، د پېښې عاملین یادې سیمې ته د پولیسو له رسېدو وړاندې تښتېدلي؛ خو دوی یې د نیولو په پار لټون پیل کړی دی.
نوموړی وايي، د ملا نقیب او زامنو له وژلو وروسته، پولیسو د سیدملا په کور کې هم یوه وژل شوې مېرمن میندلې؛ خو د دغې مېرمنې د وژلو اصلي علت لا تر اوسه دوی نه دی مالوم کړی.
د ځای او جایداد پر سر دغه ډول نښتې ختیځو ولایتونو کې له پخوا کېږي، چې د ښکېلو غاړو ترمنځ په اوږدې تربګنۍ اوړي او پایله یې د لسګونو کسانو په مرګژوبلې تمامېږي.
ننګرهار هغه ولایت دی، چې اوړي موسم يې، په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې سخته ګرمي او توده هوا زیاتره اوسیدونکي د یخ اخیستلو ته مجبوروي.
د زیات تقاضا له امله د یخ اخیستلو بازار د څو محدودو میاشتو لهپاره ډیر ګرميږي او زیاتره هڅه کوي، چې د یخ کاروبار ته مخه کړي، خو د دغه بازار د لنډ او خورا جدي اهمیت له امله ځينې وخت د اخیستونکو او خرڅوونکو ترمنځ اخ ډب هم رامنځ ته کوي.