بادام ګل
په دایکندي ولایت کې نن ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځای ناستي، ځايي چارواکیو او د دې ولایت سلګونو اوسېدونکیو د بادام ګل میلې نمانځغونډې په دویمې جشنوارې کې ګډون کړی و.
د دایکندي والي محمود بلیغ د جشنوارې پرمهال وویل، د دایکندي خلکو اقتصاد په بادامو پورې تړی دی. له دې کبله خلک باید هڅه وکړي د بادامو نیالکي لا زیات کېنوي.
محمود بلیغ وايي، په دې جشنوارې کې به د بادامو پېژندنې سربېره، بېلابېلې مېوې او د خلکو کلتور بېلابېل اړخه هم معرفي شي.
دغهراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځای ناستي وزیر رسول باوري وویل، دغه جشنواره په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې ثبت شوې او ټاکل شوې په راتلونکي کې په پراخه او لا شانداره توګه ونمانځل شي.
د ریپوټونو لهمخې، بادام د دایکندي ولایت یو مهم کرنیز محصول دی.
ارغوان ګل
د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د ارغوان ګل میلې نمانځغونډې شپږمه جنشواره له کابل، پروان، کاپیسا او پنجشېره د ورغلیو چارواکیو او فرهنګیانو لهخوا ارغوان ګل غونډۍ کې ونمانځل شوه.
مراسمو کې د پروان والي فضل الدین عیار له خصوصي سکټوره وغوښتل چې له محلي حکومت سره یوځای د ارغوان غونډې بیارغونه کې همکاري وکړي.
د ارغوان ګل مېلې نمانځغونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معینې مژګان مططفوي وویل، دا پروګرامونه لامل کېږي چې قومي واټونونه له منځه یوړل شي.
دغه جشنواره درې ورځې دوام کوي او د شعرونو او ویناوو سربېره د ځايي خوړو او لاسي صنایعو نندارتونونه هم جوړیږي.