د هلمند ولایت له ګرشک ولسوالۍ څخه را رسېدلي راپورونه وایي، چې پر یادې ولسوالۍ وسله والو طالبانو ډلهییز برید کړی او د برید له امله یو شمېر وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.
د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ امنیتي مسوولین وایي، چې نن چهارشنبه (مارچ۹مه) سهار شپږ بجې یو شمیر وسله وال مخالفین د ګرشک ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ شاته یوې لوړې ودانۍ ته ختلي او له هغه ځایه له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
د ملي دفاع وزارت اوپراتيفي مرستیال عبدالجبار قهرمان په سيمه کې سلام وطندار ته ویلي، چې د برید کوونکو شمېر ۱۰ تنه دي، چې د افغان امنيتي ځواکونو سره د جګړې په نتیجه کې يې ۷ تنه وژل شوي او ۳ نور يې لاهم په جګړه بوخت دي.
د نوموړي په وینا، په وژل شویو برید کوونکو کې ۲چیچنایان او ۲ پاکستانیان شامل دي.
قهرمان وايي، چې د دوی و وژلو له پاره هوايي او ځمکني عملیات پېل شوي دي او سیمه د دوی په ولکه کې ده.
همدارنګه عبدالجبار قهرمان سلام وطندار ته زیاته کړه، چې د دوی د لومړنيو معلوماتو له مخې تر اوسه د برید له امله یو د ملي اردوی سرتېری وژل شوی او ۴ پولیس ټپيان دي.
د ګرشک ولسوالۍ د امنیه قوماندان محمد اسماعیل خپلواک سلام وطندار ته وویل، چې برید کوونکو د امنیه قوماندانۍ، د پوهنې مدیریت او د ملي امنیت مدیریت تر برید لاندې راوستي دي.
یاده دې وي، چې د ملکي او دولتي وګړیو د مرګ ژوبلې په اړه کره جزیات په واک نه لرو.
هغه وایي، د برید کوونکو شمیره تراوسه نه ده معلومه، خو په وینا يې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي.
وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ویلي يې دي، چې د دوی کسان د ګرشک ولسوالۍ ته ننوتي دي.