د فاریاب ولایت امنيتي چارواکي وايي، چې د ياد ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ له ۲۴ ساعتونو وروسته یوځل بیا د دولت په تصرف کې شوه.
وسله والو طالبانو د تېرې اوونې په چهارشنبې ورځ د ګرزیوان ولسوالۍ د ځينو کلو له نيولو وروسته د دغه ولسوالۍ د پولیسو قومندانۍ او ودانۍ ته سقوط ورکړ.
ګرزیوان په داسې حال کې سقوط کړی وو، چې د همدغې ولسوالۍ د ولسوال په وينا، د ګرزيوان ولسوالي تر اوسه امنیه قومندان هم نه لري او له ۶۰ پوليسو ۱۵ يې حاضر او پاتې ۴۵ تنه نور يې غېر حاضر دي.
د فاریاب امنيه قومندانۍ د امنیت امر بریالی بشریار پرواني سلام وطندار ته وویل، چې د خلکو د پاڅون او امنيتي چارواکو په هڅو د ګرزيوان ولسوالي یو ځل بیا د دولت په ولکه کې شوه.
په همدې حال کې د فاریاب ولایت سرپرست والي عبدالستار بارز وايي، چې په سلګونه افغان امنيتي ځواکونه د ګرزیوان ولسوالۍ په لور خوځېدلي، ترڅو د یادې ولسوالۍ پاتې سيمې هم ونیسي.
د کېکاوس، قزاق، فریش، شش قره، غال نمک، د جوز دره، ګاوکي، تګابشان، جرقلعه هفته پیش کلي د وسله والو طالبانو په تصرف کې وو او اوس هم د دغې ډلې له خوا اداره کيږي.
د ويلو ده، چې د وروستیو راپورونو له مخې داسې ويل کيږي، چې د فاریاب مرکز د مېمنې ښار اوس هم د طالبانو تر ګواښ لاندې دی.
عبدالستار بارز بیا ډاډ ورکوي، چې د مېمنې وضعيت د اندېښنې وړ نه دی او دوی په بشپړه توګه هېوادوالو ته د امنیت تضمين ورکولی شي.
د هغه په خبره، د دغه ښار په دفاعي کمربند کې زیات سرتېري شته او په پام کې نور کمکي سرتيري هم ورسیږي.
په فاریاب کې د ۲۰۹ م شاهین قول اردو وياند رضا رضايي د جمعې په ورځ سلام وطندار ته وویل، چې د ملي اردو ځواکونو او د عامه نظم پولیسو د مېمني په شاوخوا سيمو کې قوي امنيتي کمربند جوړ کړی.
هغه وویل، چې په پام کې ده د ملي اردو يو قوي قطعه، کمانډو او د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشید دوستم ځانګړي ځواکونه هم د مېمنې ښار ته ورسيږي.
هغه زیاته کړه، چې د دغو ځواکونو د رسېدو سره سم به په مېمنې ښار کې د وسله والو طالبانو پر ضد چاڼيز عمليات پېل شي.