د کینیا پر يو پوهنتون د برید تلفات تر ۱۴۷ تنو ته ورسېدل

په کېنیا کې پر يوه پوهنتون د سخت دریځه ډلې الشباب د برید په ترڅ کې د وژل شويو شمېره تر ۱۴۷ ته لوړه شوې.

امنیتي چارواکو ۱۵ ساعته وروسته په دې وتوانېدل چې ۴ وسله وال ووژني .

دغه برید د کېنیا په ګېریسا ښار کې پر هغه پوهنتون  د پنجشنبې په سهار پېل شو، چې صومیالیه سره په پولې نږدې پروت دی.

برید ګرو چاودنه کړې او له چاودنې وروسته یې ډزې پېل کړې.

خپاره شوي خبرونه وايي چې د تلفاتو د شمېر زیاتوالي ویره شه او نږدې ۷۰ تنه نور هم  ټپیان دي.

د کېنیا حکومت په ۴ ښارونو کې د همدې پېښې له امله د شپې ګرځ بندیز لګولی دی. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام