د کډوالو چارو وزارت: ۱۵ میلیونو افغانانو کډوالي تجربه کړې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، د دغه وزارت د شمېرو له‌مخې د هېواد ۱۵میلیونو وګړیو کډوالي او له کوره‌ بې‌ځایه کېدل تجربه کړي دي.

ښاغلی بلخي وايي، ۹۷سلنه بې‌ځایه شوي او هېواد ته راستانه شوي کډوال ټولنه کې ځای پرځای شوي او یوازې ۳سلنه یې په خېمو کې ژوند کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت او د کډوالو نړۍوال سازمان نن په کابل یوې خبري غونډې کې د بې‌ځایه شویو څار سیستم یا DTM چې یوه څېړنه ده؛ خپره کړه.

غونډې ته د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، افغانستان دا وخت شاوخوا ۵.۵ میلیون کډوال، تر ۷ میلیونو بېرته راستانه شوي او څه باندې ۳میلیونه کورني بې‌ځایه شوي لري.

د کډوالو چارو وزیر په وینا، د هغوی د څېړنو له‌مخې، د افغانستان له هر دوو وګړیو یو یې، یا بې‌ځایه شوی او یا هم کډوالي تجربه کړې ده.

د بې‌ځایه شویو څار سیستم څېړنې پر بنسټ چې په تېرو ۵ کلونو کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې شوې ښيي چې ۳.۵ میلیونه کورني بې‌ځایه شوي او له بهره راستانه شوي کډوال په دغو ۱۵ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي، چې د دغو ولایتونو ۱۸ سلنه ټولیز نفوس جوړوي.

د دغو څېړنو پر بنسټ، زیاتره بېرته راستانه شوي او کورني بې‌ځایه شوي له بې‌وزلۍ سره مخ دي.

د کډوالو چارو وزارت چارواکیو په وینا، دا چې ننګرهار له پاکستان سره ګډه پوله لري نو تر ټولو زیات بېرته راستنېدونکي په کې مېشت شوي او د دغه وزارت څېړنې ښيي چې د ټولو بېرته راستنېدونکیو ۲۵سلنه د هېواد په ۱۵ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان له‌پاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان ځانګړی استازی لورنس هارت وايي، د بې‌ځایه شویو څار سیستم له افغان حکومت سره د کډوالۍ او بې‌ځایه شویو په برخه کې د منظمو او کره سیاستونو په طرحه کولو کې مرسته کوي.

د هغه په وینا، د دغه سیستم له‌مخې به د بې‌ځایه شویو بهیر په کره توګه وارزول شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت مسوولان وايي، دا څېړنه په بغلان، بلخ، فراه، هرات، کابل، کندهار، خوست،کونړ، کندوز، لغمان، ننگرهار، نیمروز، پکتیا او تخار ولایتونو کې شوې ده چې په دې ترڅ کې د ۱۸۸ ولسوالیو له ۶زره او ۵۱۰ تنو اوسېدونکیو سره خبرې اترې شوي دي. د دوی په خبره، دا څېړنه په تېرو ۵ کلونو کې شوې ده او د نورو ولایتونو څېړنه هم روانه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام