د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ مسوولین وايي چې د دوی د څېړنو پربنسټ په هېواد کې د کوکنارو کښت پرځای د بدیل معیشت پروګرام؛ پایښت نه درلود او دا مسله د دې سبب شوې چې په هېواد کې د کوکنارو کښت زیات شي.
دغه بنسټ نن ورځ (سه شنبه) په کابل کې د خبري غونډې پرمهال د طبیعي سرچینو په اړه د څېړنې موندنې خپرې کړې.
د یاد بنسټ مشرې اورځلا نعمت غونډې ته وویل چې د دوی د موندنو پربنسټ په افغانستان کې د کوکنارو کرکیلې پرځای د بدیل معیشت پروګرام بریالی نه و او په دې پروګرام کې ملي او نړیوالو بازارونو ته د افغان کروندګرو لاسرسي مسلې ته پام نه وه شوی.
د مېرمن نعمت په وینا، د معیشت بدیل پروګرام د نه پایښت لهامله د کوکنارو کښت لا زیات شوی دی.
خو له نشهيي توکیو سره د مبارزې وزارت مسوولین د دې څېړنې موندنې رد او وايي چې د بدیل معیشت پروګرام د کوکناور کښت ټیټوالي سبب شوی دی.
له نشهيي توکیو سره د مبارزې وزارت ویاند جاوید احمد قایم وايي د دې بنسټ د څېړنې موندنه ناسمه ده.
دغه راز، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پېري مایدون د افغانستان طبیعي سرچینو په برخه کې د مرستو او همکاریو دوام خبر ترڅنګ وویل چې د افغانستان ستونزو حل لهپاره به هم هڅه وکړي.
د ښاغلي مایدون په وینا، اروپايي ټولنه به له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ کال پورې په بېلابېلو برخو کې ۲ ملیارده یورو مرسته وکړي.