د کوټې په یو روغتون کې چاودنې ۶۳ تنه وژلي او له ۱۰۰ زیات يې ټپيان کړي

د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز، کوټې په یو ملکي روغتون کې نن چهارشنبه (اګست ۸مه) له ماسپښین مخکې چاودنه وشوه، چې له امله يې ۶۳ تنه وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپيان شوي دي.

د پاکستان په کوټه کې ازاد خبریال رزاق برق سلام وطندار ته وویل، چې دغه چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې مدافع وکیلان، ځينې خبریالان او عام وګړي د بلال انور کاسي د وژل کېدو په ویر راغونډ شوي وو.

راپورونه وايي، چې په دغه چاودنه د پاکستان بلوچستان ایالت د قانون پوهانو د اتحاديې پخوانی مشر بازمحمدکاکړ د وژل کېدو ترڅنګ یو څو خبریالان هم وژل شوي او ټپيان دي.

همدارنګه داسې اټکل کيږي، چې دا ځانمرګی بریدو.

د دغه برید پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

له بل لوري دغه برید د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف غندلی او ویلي يې دي، چې هیچاته به د بلوچستان ایالات د امنیت خرابولو اجازه ور نه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام