د کونړ له اسمار ولسوالۍ طالبانو ۸ ولسي‌وګړي یرغمل کړي

د کونړ ولایتي شورا مشر ولایت خان مشواڼۍ سلام‌وطندار ته وویل، بېګاه د شپې شاوخوا درې بجې وسله‌والو طالبانو د دې ولایت د اسمار ولسوالۍ د ډمبرو او خانانو کڅ کلي کلابند کړي وو او له هغه ځایه یې د یو ملک په ګډون ۸ ولسي‌وکړي له ځانه سره وړي دي.

ولایت خان وايي، طالبانو په تېر کې د دغو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې دولتي دندې پرېږدي، خو د خلکو له لوري د رد ځواب نه وروسته یې تېره شپه ولسي‌خلک برمته کړي دي.

د ولایتي شورا مشر وايي، د کليو د محاصرې پرمهال امنیتي ځواکونو هم عکس العمل وښود؛ خو دغه ډله د خلکو په وړلو بریالۍ شوې وه. هغه وايي، برمته شویو کې ځېنو کسانو دولتي دندې لرلې.

د کونړ امنیې قوماندان مل پاسوال حق نواز حقیار د پېښې پخلی کوي او وايي، د دغو خلکو د خلاصي له‌پاره په قومي کچه هڅې پیل شوي او ښايي ژرترژره راخوشې شي.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام