د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۳۰۱ شکمنو پېښو له ډلې د ۶۵۸ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسوول سعیدالدین جامي وايي چې د دغو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۷ زره ۵۳۲ ته ورسېده.
د نوموړي په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې د ۴۲ کسانو په مړه کېدو سره د کورونا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۵۴۶ ته رسېدلی دی.
دغه راز د ۱۵۰۲ ناروغانو په ښه کېدو سره له کورونا ویروس نه ټولټال ۷ زره ۶۶۰ کسان بېرته رغېدلي دي.
جامي زیاتوي چې د تازه پېښو له ډلې ۴۱۵ په کابل، ۶۲ په بامیان، ۴۰ په تخار، ۲۷ په کندهار، ۲۲ په کندوز، ۲۱ په لوګر، ۱۷ په بغلان، ۱۴ په پنجشېر، ۱۰ په دایکندي، ۷ په پروان، ۶ په بلخ، ۶ په زابل، ۵ په غور، ۴ په فاریاب او ۲ کسان هم په پروان ولایت کې پر کورونا اخته شوي دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی وايي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هرات کې پر کورونا ۱۰ اخته کسان مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې هرات کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د کورونا ویروس د تشخیص د امکاناتو نه موجودیت له کبله یوه شکمنه پېښه هم نه ده کتل شوې.
د هرات اوسېدونکي د وسایلو پر نه موجودیت د نیوکې ترڅنګ وايي چې په تېرو شپږو ورځو کې پر کورونا لسګونه شکمن اخته کسان مړه شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د ۶۱ زره ۵۹۹ کتل شویو نمونو له ډلې په ټول هېواد کې ۱۹ زره ۳۲۶ هغه یې فعالې دي.
په نړۍ کې تر اوسه له ۸ میلیونه او ۴۰۰ زرو ډېر کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې نه یې له ۴۵۱ زرو ډېرو هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۴ میلیونه او ۴۱۴ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.