د کورونا د ۱۱۲ تازه پېښو ثبت؛ په ۲۴ ساعتونو کې ۷۶ ناروغان ښه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۳۳۳ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۱۲ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې پر کورونا ۷۶ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۳ نور مړه شوي دي.

د دغو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره ۶۱۵ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټول‌ټال ۲۳ زره ۷۳۹ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته روغ شوي او ۱۱۸۶ نور مړه شوي دي.

په نړۍ کې تر اوسه له ۱۴ میلیونه او ۸۵۹ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له شپږ میلیونه او ۱۳۳ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۸ میلیونه او ۹۱۱ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام