د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۴۷۱ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې ۱۰۶ هغه مثبتې ختلې دي.
د دغه وزارت په وینا، په یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۱۰ اخته کسان مړه شوي چې په دې سره په هېواد کې د کورونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۹۶ ته رسېږي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره ۲۶۳ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۸ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي چې په دې سره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۲۵ زره ۱۹۸ ته رسېږي.
روغتیا وزارت د اختر په را نږدې کېدو سره له خلکو غواړي چې ټولې روغتیايي سپارښتنې او لارښوونې په پام کې ونیسي، کنه ښايي د دغه ویروس لمنه یو ځل بیا پراخه شي.