د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د محرم لسمې په مناسبت وايي، چې پولیسو د دې ځانګړې ورځې د نمانځنې له پاره پوره امنیتي تدابیر نیولي دي.
صدیقي له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، د اطلاعاتي او کشفي بنسټونو د معلوماتو له مخې ګواښونه موجود دي، حالت حساس دی او نه باید د عاشورا نمانځونکو له خوا غیر ضروري اقدامات وشي.
صدیقي د محرم لسمې له ویرجنو وغوښتل، چې اوسینو حساسو شرایطو ته په کتو باید په ټول هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې له پولیسو سره همکاري وکړي او د پولیسو ټولې لارښوونۍ په پام کې ونیسي.
د ۶۱ قمري کال د محرم پر لسمه د حضرت محمد(ص) لمسی له خپلو ۷۲ پلویانو سره په کربلا دښت ته کې په شهادت ورسېد او له هغه راهیسې د دې ورځې یادون کېږي.
د ۱۳۹۰ کال د عاشورا پر لسمه د کابل ښار په ابولفضل زیارت کې د محرم لسمې پر ویرجنو برید کې له ۵۰ زیات کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د عاشورا ویرجن هم وايي، سره له دې چې دوی ته د امنیتي ګواښونو خبر وړکړل شوی خو بیا هم دغه مراسم په احساساتو ترسره کېږي او دوی د امنیت په ټینګښت کې له پولیسو سره مرسته کوي.
په ورته وخت د نوي لیکې سازمان هم په کابل، هرات او مزارشریف ښارونو کې د محرم لسمې په مناسبت د ویني ورکولو کمپاین پیل کړی دی.