د کورنیو بې‌ځایه شویو او افغان کډوالو ډېرېدل

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې مسوولان وايي، وچکالۍ او جګړې د کورنیو بې‌ځایه شویو او کډوالو شمېر زیات کړی دی.

د دې ادارې لوړپوړیو چارواکيو چې د بې‌ځایه شویو او کډوالو د وضعیت ارزولو له‌پاره په دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلي وو، نن یې خپلې موندنې له رسنیو سره شریکې کړې. دغه چارواکي وايي چې بې‌ځایه شوي او کډوال د بشرپالنې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

په بېړنیو حالاتو کې د کډوالۍ بنسټ د بشري مرستو همغږی کوونکی مارک لاوکاک وايي، ناامني، ‌د پراختیايي پروژو کموالی او وچکالي په افغانستان کې د بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ اصلي لاملونه دي.

نوموړی ټینګار کوي چې له پاکستان، اېران او نورو هېوادونو نه د افغان کډوالو بېرته راتګ باید په خپله خوښه وشي.

د لاوکاک په وینا، افغان دولت د بې‌ځایه شویو او کډوالو له‌پاره ښې تګلارې جوړې کړي چې باید ژرترژره عملي شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د پنا اخیستو ستر کمېشنر فېلیپو ګرانډي وايي، افغانستان کې شخړې، جګړه، ناامني، ډېر فقر، وزګارتیا او نه‌پراختیا د ډېری افغانانو د بې‌ځایه کېدو او نورو هېوادونو ته د کډوال کېدو اصلي لاملونه دي.

د ګرانډي په وینا، ترهغې چې د کورنیو بې‌ځایه شویو ستونزې حل نه‌شي، سوله نه‌شي راتللی.

نوموړی زیاتوي، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د افغانستان بې‌ځایه شویو او کډوالو سره د مرستې له‌پاره  ۱۳۰ میلیونه ډالر راټول کړي چې د روغتیا، ښوونې او روزنې او د دوی نورو لازمو اړتیاوو په برخې کې به ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو ادارې (UNHCR) او د دې سازمان د بشري چارو د همغږۍ ادارې (OCHA)  په یوې ګډې اعلامیې کې لیکلي، ۴.۲ میلیونه افغانان د جګړو، بې‌ځایه کېدو او طبعي پېښو؛ لکه: تلپاتې وچکالۍ له کبله بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه راز ۸.۷ میلیونه نور د فقر، د وزګارتیا کچې ډېروالي او سخت ورځني ژوند له کبله بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره په افغانستان کې د مرستندویان په وړاندې شته ګواښونو ته د اشارې ترڅنګ وايي، په روان کال کې ۲۳ مرستندویان وژل شوي او لسګونه نور تښتول شوي یا هم ګواښل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام