مریم: ۱۲کنله وم چې لومړنۍ میاشتېنۍ جامې، مې تجربه کړې. سره له دې په کتابونو کې مې د مېرمنو میاشتېني عات په اړه لوستي و او په ښوونځي کې مې هم په دې اړه اورېدلي و، بیا هم د لومړۍ وینې په راتګ ځانته شرمېدلې وم او یو ډول د ګناه احساس مې درلود.
کتان ټوټه مې وڅېرله. هر ځلې چې میاشتېنۍ ناروغېدم له دې به مې ګټه اخیسته؛ شرمېدم او له ښاره مې د میاشتېنۍ جامو لهپاره کوتېکس نه راغوښته.
د نورو له سترګو په پټه ۶ میاشتې مې دا کار وکړ. نه پوهېدلم چې له ټوټو ګټنه څومره خطرناکه او غیرصحي ده.
څو ځلې مې له زړو او نخي ټوټو استفاده وکړه، خو د ګېډې لاندې مې دردونه زیات او شدید شول او دغې چارې زیاته اندېښمنه کړم.
بلاخره ترور مې یو ورځ زما په جامو د وینې داغ لیدلی و، را سره یې خبرې وکړې چې د مېرمنو میاشتېنۍ جامې یو طبیعي عمل دی او نه باید دا پټه شي.
له هغې وروسته مې خیال راحت شو او د میاشتېنۍ جامو پرمال مې له هټیو کوتېکس راغوښت. لا مې هم خپلې کورنۍ ته د میاشتېني عات په اړه څه نه دي ویلي.