د کندوز “ګورتېپې” یو شمېر کلي طالبانو ونېول

د کندوز په ګورتېپې سيمه کې د تېرو څو ورځو جګړو په پایله کې د دې سيمې یو شمېر کلي طالبانو لاندې کړي.

د کندوز د والي ویاند عبدالواسع باسل سلام وطندار سره په خبرو کې دا ومنله، چې د دې سیمې یوه برخه د طالبانو لاسته ورغلې، خو دا یې د امنیتي ځواکونو له لوري موقتي تکتیکي شا ته تګ وباله.

د باسل په وینا، افغان ځواکونه له دې امله له سيمې په شاه شوي، چې ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله وانه وړي.

 باسل زياته کړې، چې امنيتي ځواکونه به بېرته د تعرضي حالت له پاره چمتو شي.

باسل زیاته کړه، چې په تېرو دوو ورځو جګړو کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر دولتي سرتېري هم مړه او ټپیان شوي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېره يې ور نه کړه.

په همدې حال کې د هېواد شمالي فاریاب ولایت کې هم تېره شپه څلور امنیتي پوستې طالبانو ته تسلیم شوي او ترڅنګ يې ۲۰ پولیس هم د مخالفینو لیکو ته وراوښتي دي.

فاریاب قیصار ولسوالۍ د امنیتي پوستو سرګروپ شفیق الله سلام وطندارته وویل، چې د جګړې پر مهال سیمې پر وخت د مرستې نه رسېدو له امله ۲۰ امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

دغه راز، د قیصار ولسوالۍ سرپرست عبدالجمیل صدیقي هم د دغو څلورو امنیتی پوستو تسلیمېدل تاییدوي، خو له مخالفینو سره د یوځای شویو سرتېرو شمېر ۵ تنه ښيي.

دی وایې، له تېرې یوې اونۍ راهیسې د فاریاب- بادغیس لویه لاره هم د ناامنیو له امله تړلې پاتې ده.

په همدې حال کې د کندز ولایتی چارواکو په دغه ولایت کې د پراخو چاڼېزو عملیاتو خبر ورکړی، چې په ترڅ کې به یې ډېرې سېمې د وسله والو مخالفینو له ولکې واېستل شي.

د هېواد په یوشمېر شمالي ولایتونو کې وروسته له هغې جګړې زور اخلي چې طالبانو څه موده وړاندې د عزم ترنامه لاندې د عملیاتو د پيل خبرداری ورکړی، خو افغان چارواکې ډاډ ورکوي، چې د وسله والو د هر ډول بريدونو پر ضد بشپړ چمتوالی لري او د دوی دا شان اعلانونه له تبلیغاتو پرته بل څه نه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام