د کندوز ښار شاوخوا د هاوان څو مرمۍ لګيدلي؛ تلفات لري

په کندوز کې د "شیرخان پسران" لیسې ترڅنګ د هاوان مرمۍ لګېدو له امله یو زده‌کړیال وژل شوی او ۱۰ نور ټپيان دي.

د کندوز سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې نن سهار ۹:۳۰ دقیقو راهیسې د هاوان ۶ مرمۍ د یاد ولایت پر بېلابېلو سیمو لګېدلي دي.

د شمال ختیځ زون د پولیسو ویاند محفوظ‌ الله اکبري سلام‌وطندار ته وویل، چې وسله‌والو طالبانو دغه هاوانونه د کندوز له چهاردرې ولسوالۍ څخه د دغه ولایت د ښار پر بېلابېلو سیمو توغولي دي.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني سلام‌وطندار ته وویل، د دغو هاوانونو له امله یو تن وژل شوی او ۹ نور ټپيان دي، چې په ټپیانو کې د ښوونځي زده‌کړیالان هم شامل دي.

له بل لوري یوې امنیتي سرچينې، چې نه يې غوښتي نوم يې واخیستل سلام‌وطندار سره د خبرو پر مهال وویل، چې د وسله‌والو طالبانو هدف د کندوز ولایت د ښاروالۍ هوټل و.

ده ویلي، چې دغه هوټل اوس‌مهال د افغان ځانګړو او نړیوالو ځواکونو د سوق او ادارې مرکز دی.

هغه دغه مرکز ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

له بل لوري بیا د کندوز حوزوي روغتون سرطبیبه مرضیه سلام‌یفتلي وايي، چې تر اوسه د شیرخان لیسې څخه دوی ته ۱۰ ټپيان او د یو تن مړی دوی ته ور ليږل شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، چې نن سهار د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د کندوز ـ تخار لویه لاره هم بنده شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام