د کندوز ولایت د کډوالو او راسنېدونکیو چارو رییس عبدالسلام هاشمي سلام وطندار ته وویل، د طالبانو په لاس د دې ولایت د کلایزال ولسوالۍ د مرکز «اقتپې» او نږدې ۱۰۰ کلیو له سقوط وروسته نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ کډه شوېدي.
د ښاغلي هاشمي په وینا، پر بېځایه شویو کورنیو د مرستو د وېش لړۍ روانه ده.
دا بېځایه شوې کورنۍ ابدان دښتې ته تللي. نجیب او مالک د دې کورنیو دوه غړي وايي، د سرپناه او خوراکي توکیو له نهشتوالي سره مخ دي.
دوی غوښتنه کوي چې د سروې ډلې دې ژر تر ژره مرستې ور ورسوي او په ټول هېواد کې دې د امن لهپاره هڅې وشي چې هر څوک له خپلې کورنۍ سره خوندي ژوند ولري.
په کندوز کې د ملي امنیت ۰۹ قطعې قوماندان سید یاسین سداد وايي، امنیتي ځواکونو له درېیوو ورځو وروسته د کلایزال ولسوالۍ مرکز اقتپې بازار نیولی دی.
د ښاغلي سداد په خبره، د اقتپې بېرته نیولو په عملیاتو کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۴ طالبان ټپیان شويBدي. دی وايي، ځايي پولیس او پاڅونوال بېرته خپلو سیمو کې ځای پر ځای شوي.
د کلایزال ولسوالۍ مرکز او ۸۶ نور کلي درې ورځې مخکې د طالبانو لاس ته ولوېدل.