د کندوز د جنګ تازه جزیات: طالبانو بالاحصار ونیولو

د بالاحصار سقوط

راپورونه وايي، چې د کندوز ښار اړوند د بالاحصار سیمه یو ساعت مخکې د طالبانو ولکې ته ولوېدله. ویل کېږي، چې د افغان ځواکونو یوه پنځوس نفري پوسته د څو ساعتونو له پاره د طالبانو تر محاصرې لاندې وه، چې بلاخره د طالبانو لاس ته ورغله.

تر اوسه دولتي سرچینو د دغې سیمې د سقوط په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د ملکي خلکو او یو شمېر امنیتي ځواکونو په خبره، بالاحصار له څو ورځو راهیسې د خوراکي توکو، اوبو او نظامي تجهیزاتو له کمښت سره مخ وه او مرکزي حکومت هم د دغې ولسوالۍ د سقوط په ناغېړي کوله.

د بغلان – کندوز لویه لار

د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال ګوهرخان بابري سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو له درېيو خواوو د مرکزي بغلان – کندوز لاره په بمونو پوخلې ده او په ډېرو ځایونو کې یې پوستې هم جوړې کړې دي.

د ویلو ده، چې طالبانو د بغلان – کندوز پر لویه لاره د دند شهاب الدین په سیمه کې د امنیتي ځواکونو درې پوستې نیولې دي.

 تخار ولایت

د تخار ولایت په اشکمش، خواجه غار، ینګي کلا او درقد ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي، خو د زیانونو په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

 

ویل کېږي، چې د کندوز ولایت ډېر شمېر بې ځایه شوي او جنګ ځپلي وګړي د تخار ولایت مرکز ته کوچېدلي دي او د سرپناه تر څنګ د خوراکي توکو او اوبو له نشتوالي سره مخ دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام