پنځه څلوېښت کلن محمداسلم د دېوال سیوري ته تکیه کړې او په چورتونو د خپل بڼ یوشمېر وچو شویو ونو ته په فکر کې ډوب دی.
پنځه کاله مخکې د محمد اسلم د انګورو باغ هر تاک تک شین او له انګورو ډک و؛ خو اوس يې اکثره د انګورو تاکونه مخ پر وچېدو او د باغ شینوالی يې ورځ تربلي ژړېږي.
دا یوازې د محمداسلم باغ نه دی، بلکې د کندهار ولایت د ډنډ په ولسوالۍ کې زیاتره باغونه د اوبو کمښت له امله وچ شوي او کروندګر يې د محمداسلم په څېر فکرونو کې ډوب دي.
د محمداسلم د انګورو باغ د ډنډ ولسوالۍ منصوري غونډې ته نږدې موقیعت لري.
یوڅو کاله پخوا چې د اوبو کچه ټیټه شوې نه وه، هلته ټوله سیمه سمسوره او له ښاره به خلک د ملیې لهپاره ورتلل؛ له بده مرغه اوس په دې سیمه کې ورځ تربلې د اوبو کمښت کروندګرو ته سزا ورکوي.
محمد اسلم وايي، هغه ورځې يې نه هېریږي، چې د انګورو بڼ حاصلات به یې هر کال له کندهار سربېره د پاکستان هېواد ته هم صادرولو.
نوموړي وویل، له هغه وخته چې په ولسوالۍ کې یې اوبو کمښت راغلی باغونه یې مخ پرزوال دي او په اقتصاد یې منفي تاثیر کړی دی.
دی وايي، د بزګرانو پوروړی دی. پروینا یې، درې کاله پرلپسې په تاکونو خواري کوي؛ د اوبو کمښت له کبله یې ونې یوه په بله پسې وچیږي او ښه حاصلات نه شي راټولولی.
د محمد اسلم په خبره، تېر کال کې د باغ د اوبوخور په خاطر له سولري برېښنا وکاروله، خو ورځ تربلې د اوبو کچه ټیټیږي او کار یې پایله ورنه کړله.
دی وايي، د دې لهپاره چې ځمکې له ژوره اوبه راپورته کړي د باغ لهپاره یې جنراتورونه وپېرل؛ د تېلو لوړې بیې له کبله یې زیان وکړ او اوس لاس تر زنې ورته ناست دی.
محمد اسلم وايي، د کندهار په زیاترو ولسوالیو کي باغ لرونکي، کروندګر او د ځمکې څښتنان د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
ده وویل، څو ځله يې د کندهار د کرنې ریاست ته مراجعه کړې؛ خو چنداني ګټه يې نه ده کړې.
د کروندګرو په خبره، که حالت همداسي روان وي؛ د کندهار مېوې به په مارکېټ کې ورکې شي.
د کندهار ولایت د کرنې ریاست مسوول انجینیر حبیب الرحمان سجاد د ډنډ ولسوالۍ د کروندګرو د اوبو کمښت ستونزه مني.
سجاد وايي، څو ځلې د دې ولسوالۍ کروندګرو خپله ستونزه ورسره شریکه کړې ده.
هغه وايي، په سیمه کې د ګروندګرو په غوښتنه د کندهار امنیې قوماندانۍ ځینې ژورې څاګانې وویستلې، چې د نورو خلکو د څښاک په اوبو یې اغېزه وکړله.
وايي، د موجوده ستونزې دایمې حل لهپاره په ډنډه ولسوالۍ کې د شاه منصور غونډۍ ته څېرمه د اوبو په یو لوي چیک ډېم کاروي، چې له کبله به یې تر ۲۰۰۰ کروندګرو ته د اوبود کمښت ستونزه په پوره ډول حل شي.
ډنډ ولسوالۍ د کندهار سویل ته ۱۰۰ کیلومتره لرې پرته ولسوالۍ ده.
د دې ولسوالۍ انګور او نورې مېوې په نړیوالو مارکېټونو کې نړیوال شهرت لري.
د یادې ولسوالۍ زیاتره خلک په کښت او کرونده بوخت دي.
د دې سیمې خلک او کروندګر د کرنې ریاست لهخوا په دغه ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو کار پر نېک فال نیسي او له مسوولینو غواړي، په دې اړه خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.
په ورته وخت کې د کلیو او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د دغه وزارت د اوبو لګولو برخې په دې وروستیو دوو کلونو کې شاوخوا ۲۴ زره پروژې پلې کړي دي.
ښاغلی اکبر رستمي زیاتوي، کانالونه، بندونه، سربندونه، استنادي د ېوالونه او د اوبو لګولو نورې اړوندې پروژې د کلیو او پراختیا وزارت لهخوا طبیق شوي دي.
رستمي زیاتوي، وزارت توانېدلی ۱،۵میلیونه هکتاره ځمکه تراوبو لاندې راولي او سږ کال هم د اوبولګولو لهپاره پروژې زیاتې دي.
هغه وايي، سږ کال یې د اوبو لګولو برخې ته په ۳۴ ولایتونو کې ډېره بودیجه ځانګړې کړې ده.
رستمی وویل، د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې ۸ میلیونه هکتاره کرنیزه ځمکه لري، چې د اړوندې مسوولې ادارې په مرسته یې له دې ډلې ۴۰ سلنې ځمکې ته اوبه رسولي دي.
د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهیالی محمد اشرف مهربان د کندهار په زیاترو ولسوالیو کې د اوبو کمښت ستونزه مني او وايي، حکومت باید د اوبو کمښت ستونزې لهپاره اساسي حل لار ولټوي.
د مهربان وايي، حکومت باید په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د دهلي بند د دېوالونو لوړولو پروژه کړي، د ژمي او موسمي سېلابونو اوبه زېرمه کړي.
استاد مهربان وویل، له زېرمه شویو اوبو د کال په اوږدو کې استفاده کېدلی شي.
نوموړلی وايي، که حکومت د دهلي بند پاکاري کړي، د کندهاري کروندګرو شاړي کروندې به یوځل بیا وغوړیږي.