د کندهار د شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي په چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي

د کندهار د والي وياند بهير احمدي وايي، وسله‌والو طالبانو نن سهار درې بجې د دغه ولایت د شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي پر امنيې قومانداني موټربم بريد کړی چې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ یې، مالي زیانونه هم اړولي دي.

د احمدي په وینا، په یاد بريد کې درې پوليس وژل شوي او څوارلس نور ټپیان دي.

وسله‌وال طالبان بيا په بريد کې ډېر شمېر امنیتي ځواکونو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو چارواکي يې د هغوی ادعا بې‌بنسټه بولي.

شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي د کندهارـروزګان ترمنځ پرته ده چې ډېر کله له روزګان ولایت نه ورته وسله‌وال را اوړي او هلته بریدونه او چاودنې کوي.

په دې ولسوالي کې د اوبو یو ستر بند هم شته چې نه یوازې د خلکو پر مېله‌ځای بدل شوی، بلکې ګڼې سیمې هم خړوبوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام