په خوست ښار کې پر یو بوټپلورنځي لیکل شوي: «څوک چې افغانۍ کاروي؛ د کمپنۍ په نرخ سودا ورکوو.
د دغه پلورنځي خاوند شاهدالله وايي چې دغه کار له خپل هېواد سره د مینې او د افغاني بانکنوټونو د دودولو لهپاره کوي چې نور خلک هم د افغانیو دودولو ته وهڅېږي. شاهدالله سلام وطندار سره په خبرو کې دا هم وویل چې د تاوان منلو ته تیار دی؛ خو نه د کلدارو اخېستلو ته.
دا مهال د خوست ښار او لېرې پرتو سیمو کې د کلدارو پرځای د افغانیو دودولو لهپاره په واټونو او څلور لارو کې د سوداګریزو ددړو لګولو کارونه په چټکۍ سره روان دي.
خوست کې مدني فعال کمینخان وايي چې له یو کال راهیسې د افغانیو دودولو او کلدارو بندولو په پار مبارزه کوي.
دی هیلهمن دی چې دا ځل به د ټولو خوستوالو او حکومتي چارواکیو په مرسته افغانۍ دود کړي.
ښاغلی کمینخان خوشاله دی چې په نږدې ورځو کې به یو لوی ولسي خوځښت د افغانیو د دودولو او د کلدارو د بندولو لهپاره راټول شي.
ځېنې خوستوال بیا په ښار کې د توکیو د بیو تر ټاکلو مخکې د افغانیو دودولو هڅې بېپایلې بولي. خو د خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزی وايي، دا ځل ټینګ هوډ لري چې د افغانیو دودولو لهپاره په ښار کې د توکیو بیې وټاکي.
لهدې مخکې هم څو ځله د کلدارو پرځای د افغانیو دودولو هڅې شوېوې؛ خو څرنګه چې خوست د ډېورڼد فرضي کرښې ته څېرمه پروت ولایت دی؛ ځېنې خوستوال داسې ګڼي چې دغه کار به یو څه وخت ونیسي.
خو د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي چې دا ځل ولایتي اداره هم د افغانیو دودولو لهپاره کلک هوډ لري. د ده په خبره، د کلدارو د بندښت او افغانیو د دودلو په اړه د ولایتي ادارې، مدني فعالانو او صنفي اتحادیو سره پرلهپسې غونډې کړي او دا ځل به د تېر په څېر ښه پایله ورکړي.
د دغه خوځښت په دوام د پکتیا ـ خوست پر لویه لاره په شواک ولسوالۍ کې حکومت د سړک پر غاړه یو صراف کېنولی چې له خوسته کابل او ګردیز ته د تلونکیو مسافرو کلدارې پر افغانیو بدلوي.