د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د سمک کلي یو شمېر اوسېدونکیو سلام وطندار ته وویل چې طالبانو د دې کلي تر نیولو وروسته د دولت د ملاتړیو کسانو میوهلرونکي باغونه پرې او کورونه یې ویجاړ کړيدي.
د دې ولسوالۍ د اوسېدونکیو په وینا چې طالبانو همداراز د دې کلي خلک اړ کړي چې پیسې ورکړي او عشر او ذکات ورته راټول کړي.
د دوی په خبره، طالبانو د دوی مېوهلرونکې ونې وهلې او د هر تبر له وهلو سره به یې د تکبیر ناره وهله او ونې یې د کفر مالونه ګڼل.
د غور ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي د دې کلي د اوسېدونکیو د خبرو په پخلي سره وویل، تر هغه وروسته چې امنیتي ځواکونو د هوا د سړښت او د زیاتې واورې ورېدلو له امله پوځي عملیات ونهکړای شول؛ طالبانو له خلکو سره زور ـ زیاتی شروع کړیدی
د ښاغلي ناطقي په وینا، طالبانو په خلکو تور پوري کوي چې د دولت له لوري ورکړل شوې وسلې دوی ته ورکړي او هم باید هڅه وکړي چې د دوی لګښټ ورکړل شي.
خو د غور امنیه قوماندان شاهآغا شتاب د مثمرو ونو پرې کولو او کورونو د ویجاړولو په اړه ناخبري ښيي او وايي چې دوی د واورې ورېدلو او د لارې د بندښت له امله و نه توانېدل چې د غور د دولتیار ولسوالۍ د سمک کلي کې د طالبانو د له منځه وړلو لهپاره عملیات وکړي.
دی ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به پهدې کلي کې پوځي عملیات پیل کړي.
د غور اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، د سمک کلی ـ چې له د دولتیار ولسوالۍ سره شاوخوا ۱۵ کیلومتره فاصله لري ـ طالبان پهکې پراخه حضور لري.