«د کرېډټ کارتونو ۱۰سلنه مالیې نه ۸ سلنه یې شخصي جېبونو ته ورځي»

ولسي جرګې نن ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي له کرېډټ کارتونو د ۱۰سلنه مالیې اخیستو کې د فساد په اړه شوې ادعا سپيناوي او د مالیې ګرځولو څرنګوالي په اړه ورغوښتی و.

ځېنو وکیلانو په دغې مالیه کې د فساد په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وویل تر هغو چې د دې پیسو حساب روښانه شوی نه وي دغه بهیر باید ودرول شي.

دوی له وزیره وغښتل چې د دې ستونزې لېرې کولو له‌پاره کوټلي ګامونه واخلي. 

د ولسي جرګې غړي صالح محمد سلجوقي او ذکیه سنګین وویل، د دوی د څېړنې او معلوماتو پربنست له ۱۰سلنې مالیې ۸ سلنه یې شخصي جېبونو ته ورځي او ۲ سلنه یې د دولت بودیجې ته جمع کېږي. دوی وايي، یوازې درې تنه دي چې په دغه بهیر واک او کنترول لري.

په همدې حال کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي د وکیلانو اندېښنو په ځواب کې وویل لاهم د پیسو راټولولو له‌پاره د څارنې ځانګړی سیستم نه شته؛ خو هڅه کوي ډېر ژر د بلینګ په نوم برېښنایي سیستم فعال کړي. 

د ښاغلي اریوبي په وینا دوی هم له کرېډټ کارتونو د ۱۰سلنه مالیې راټولولو له اوسني سیستمه خوښ نه دي.

د مخابراتو وزیر وایي د بلینګ برېښنایي سیستم په جوړولو سره عواید زیات او رڼښت تضمینیږي.

له بله پلوه د ولسي جرګې دویم مرستیال امیرخان‌یار چې د ولسي جرګې نننۍ غونډې مشري یې کوله، له وزیره وغوښتل د بلینګ برېښنایي سیستم پېرودلو په موخه جدي اقدام وکړي. 

له کرېډټ کارتونو د ۱۰سلنې مالیې اخیستو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان څه موده مخکې د خلکو شکایتونو له امله ولسي جرګې لغوه کړ.

وکیلانو وویل د څارنې ځانګړي سیستم تر جوړېدو پورې دې دغه بهیر ودرول شي، خو مشرانو جرګې یو ځل بیا دغه فرمان تایید کړ او لاهم د هغه تایید یا رد په اړه د ملي شورا ګډ پلاوي برخلیک نه دی څرګند.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام