د کرکټ څلور بهترينې لوبډلې د نړېوال جام ګټلو خوبونه ويني

د اسټرالیا او نیوزیلېنډ په کوربتوب د ۲۰۱۵ کال کرکټ نړېوال جام سیالۍ درېیم پړاو (سیمې فاینل) ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې به د کرکټ ۴ غوره لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.

د کرکټ لوبې څېړونوکو د وړاندوینو سره سم هندوستان، سویلي افریقا او دوه کوربه لوبډلې، اسټرالیا او نیوزیلینډ د کرکټ نړېوال جام سیالیو د اتلولۍ خوبونه ویني.

ټاکل شوې ده، چې د روان نړېوال جام سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه کې به سبا د نیوزیلینډ په (اکلینډ) لوبغالي کې سویلي افریقا او نیوزیلینډ د افغانستان په وخت سهار پنځه نیمې بجې د لوبې ډګر ته ووځي.

د ۲۰۱۵ م کال کرکټ نړېوال جام سیالیو په لومړۍ نیمه پای لوبه کې سویلي افریقې سریلانکا ته، هندوستان بنګله دیش ته، دریمه کوارټرفاینل لوبه کې اسټرالیا پاکستان ته او وروستۍ لوبه کې بیا نیوزیلینډ ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو نیمه پای لوبو کې د لوبېدو جواز ترلاسه کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې؛ نیوزیلینډۍ لوبډله به سبا د کرکټ نړیوال جام په ۴۰ کلن تاریخ کې د ۷ م ځل لپاره په (نیمه پای) لوبه کې ولوبیږي، خو سویلي افریقا به بیا د څلورم ځل لپاره فاینل ته درسېدو په موخه په نیمه پای لوبه کې د لوبې ډګر ته د رسېدو کوښښ کوي.

نیوزیلینډ او سویلي افریقا د پنځوس اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو په تاریخ کې تراوسه په (فاینل) کې نه دي لوبېدلي.

نیوزیلینډي کپټان برینډن مکولم وایي، چې د سبا ورځې سیالۍ یې د ژوند ترټولو مهمه سیالۍ ده.

دی له ټول نیوزیلینډي ولس څخه غواړي، چې د دوی ملاتړ وکړي، ترڅو د دوه نورو بریاوو په خپلولو سره نیوزیلینډ ته لومړی نړېوال جام راوړي.

دغه راز د سویلی افریقې کپټان ای بي ډي ویلیرز ویلي، چې د نیوزیلینډ خلاف د دوی په کوربتوب لوبه  کې به د نیوزیلینډي مینه والو هم ډیر رول ولري او سویلي افریقا باید له نیوزیلینډ سره په خپل ډول مقابله وکړي.

یاده دې وي،  چې د روان ۲۰۱۵ م زيږديز کال کرکټ نړېوال جام سیالیو دوهمه نیمه پای لوبه کې به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ کوربه اسټرالیا له هندوستان سره فاینل ته د رسېدو په هدف لوبه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام