د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو د تل پاتې کېدو، تنظیم، اقتصادي، ټولنیزو او تخنیکي ستونزو ته د رسېدو او اقلیمي بدلون د سمون او وړتیا لوړلو له پاره پنځه کلنه ستراتيژي جوړه کړې ده، چې په پلي کولو یې ۳۲۴ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي.
د دغه سند جوړولو اصلي موخه د طبیعي سرچینو رغونه په ځانګړې توګه د ځنګلونو، څؤځایونو او د ساتل شویو سیمو محافظت دی.
د کرنې وزارت د چارواکیو پر وینا، دغه ستراتیژي له ۲۰۱۷ کال ۲۰۲۱ کال پورې په هېواد کې پلې کېږي.
د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو عمومي رییس محمد رفیع قاضي زاده د سه شنبې پر ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې وزارت يې د طبیعي سرچینو د تل پاتې کېدو او له هغې نه د ښې ګټې اخستنې په موخه د طبیعي سرچینو تنظیمولو ملي استراتیژي جوړه کړې ده.
د قاضي زاده پر وینا، په افغانستان کې د ځنګلونو وضعیت ورځ تر بلې مخ پر ښه کېدو دی.
د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو عمومي رییس زیاته کړه، چې ټولنه له طبیعي سرچینو څخه د ګتې اخیستنې او ساتنې په برخه کې اساسي رول لري او د سرچینو موثریت او ساتنې ته په جدي توګه پام کوي.
ښاغلي قاضي زاده زیاته کړه، چې دغه ستراتیژي له اقتصادي پلوه ولس ته ښه فرصتونه او کاري موکې برابروي.
د کرنې وزارت د وروستیو شمېرو پر بنسټ، د افغانستان ۲.۸ سلنه سیمه ځنګلونه، ۴۷ سلنه سیمه څړځایونه او ۱.۸ سلنه ساتل شوې سیمه جوړوي.