د کانونو او پټرولیم سرپرستې وزیري نرګس نهان نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د کانونو او پټرولیم د رڼښت په اړه د لومړني پورتال له پرانېستې سره به ټول مهم معلومات لکه، د تړونونو شرایط، د کان د کیندنې څرنګوالي او د پروژې په اړه حکومت او قرادادي شرکتونو مسوولیتونه، د کان په ځای کې ځايي خلکو ته ټولنیز خدمات وړاندې کول او د چاپېریال ساتنې ته پام پهدې پورتال کې خوندي شي.
د دې په خبره، په کابل او ولایتونو کې د لسو کالو پخوانيو قرادادونو اطلاعات هم پهدې سېستم کې ځای شوي او د دې اطلاعاتو په مرسته پورهوړي شرکتونه مشخصولی شي.
د اغلې نهان په خبره، متوازنه پراختیا، د دخیلو مالکانو لکه د ولسي جرګې د ځېنو غړیو او لوړپوړیو چارواکیو په اړه ـ چې په غیرمستقیم ډول د کانونو په پروژو کې شریک دي ـ معلومات او کانونو د کیندنې سمه اندازه پهدې پورتال کې ذکر شويدي.
د کانونو او پترولیم وزیره همدارنګه وايي، دا پورتال پولیسو او خلکو ته اجازه ورکوي چې د کانونو د قراردادونو، درخواستونو، لګښتونو، د کانونو د کاري فعالیتونو، د کانونو د استخراج سیمې، په قانوني او غیرقانوني ډول د کانونو کیندلو په اړه معلوماتو ته لاسرسی ولري.
دا سېستم له کانونو او پټرولیم وزارت سره هم مرسته کوي چې د قراردادیانو او دخیلو ارګانونو سره په معیاري او اصولي ډول معلومات شریک او مدیریت کړي.
د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وايي چې د کانونو او پټرولیم د رڼښت په اړه دا لومړنی پورتال به د بهرنیو پانګوالو د مرستو راجلبولو په برخه کې هم کافي مرسته وکړي.