د کاناډا ستره محکمه د ځانوژنې قانون جوړوي

د کاناډا سترې محکمې د دغه هېواد ولسي جرګې ته موکه ورکړی، چې «له ځانوژنې سره مرسته» په نامه د ناعلاجو ناروغیو د ناروغانو له پاره قانون جوړ کړي.

له دې وړاندې د کاناډا سترې محکمې، هغو ناروغانو ته چې د ځانوژنې غوښتونکي دي؛ د سترې محکمې د ځانګړو احکامو له مخې خپلو تقاضاو ته رسېدل، خو دا ځل د اوتاوا ستره محکمه غواړي، چې دغو غوښتنې چټکتیا پیدا کړي.

د دغه قانون په مخکې تر ټولو مهم خنډونه، د ځانوژنې نه د منع قانون او د کاناډا اساسي قانونونه دي؛ اساسي قانون په دې اړه تر یو حده تعدیل شوی، خو د ځانوژنې نه د منع قانون، چې په ۲۰۱۴ کال کې تصویب شوی؛ د تعدیل په تړاو څلور میاشتې وخت غوښتی دی.

د کاناډا لبرالي مشرانو د حساسیت له مخې له ځانوژنې سره د مرستې ټولیز او کره قانون په اړه ۶ میاشتې وخت غوښتی و.

د کاناډا په سلو کې ۸۵ سلنه خلک د ناروغانو له پاره د دغه قانون د جوړېدا ملاتړ کوي. د دماغو هغه ناروغان، چې په کلونو- کلونو د کوما په حالت کې وي، هغه ناروغان چې د ډاکټرانو هیلې ترې پرې شوې وي او هغه کسان چې عمرونه یې خوړلی وي؛ په دغه قانون کې شامل دي.

کاناډا یوازینی هېواد نه دی، چې د ځانوژنې قانون جوړوي، بلکې له دې وړاندې بلجیم، لوکزامبورګ او نیدرلینډ هم د قانوني مرګ په تړاو قوانین جوړ کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام