د مشرانو جرګې شکايتونو اورېدو کمېسيون غونډې ته د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولینو چارو وزیره او د هغه معين ور بلل شوی وو.
دوی شکايتونو اورېدو کمېسيون ته په دې موخه ور غوښتل شوي وو، چې د ۵۱ زره معلولینو په نامه د جعلي کارتونو په واسطه ویستل شويو پېسو په باب معلومات ورکړي.
یاده دې وي، چې دغه پېسې د تېرو ۶ کلونو راهیسې په خيالي نومونو د دولت له بوديجي څخه اخیستل کېدې.
د یاد کمېسیون مشر زلمی زابلي وویل، چې دغه مسله باید د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا و څېړل شي.
د هغه په خبره د واقعيت معلومولو په موخه دوه اوسني او دوه پخواني معينان څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
نوموړي د دغو معينانو د نومونو په اړه څه نه دي ویلي.
یاده دې وي، چې د کار ټولنيزو چارو د نوې وزیرې نسرین اوریاخېل په راتګ سره له دغې موضوع پرده پورته شوه.
د ياد وزارت معین صميم سلطاني وویل، چې د بیومتریک ماشينونو د نه شتون له وجې دغه خيالي کارتونه جوړ شوي او فساد له پاره زمينه برابره شوې.
هغه وايي، په دغه وزارت ته د بيومتریک ماشينونو له پاره د نړېوال بانک له خوا مرستې شوي.
له بل لوري نسرين اورياخېل وايي، چې دوی په دې اړه جدي څېړنې پېل کړي او غواړي د پروسې د شفافیت له پاره پروسه له سره شروع کړي.
یاده دې وي، چې د سلام وطندار له لوري د روان کال نومبر په ۱۸ مه نېټه څيړنیز راپور خپور شو، چې په هلمند کې د خيالي شهيدانو او معلولينو په نوم په ميليونونه افغانۍ شخصي جېبونو ته تللي.
په دغه راپور کې راغلي وو، چې د ياد ولایت د کار، ټولنیزو، شهيدانو او معلولينو چارو رییس شاوخوا ۲۰۰ کسانو له پاره جعلي کارتونه جوړ کړي او په دې کارتونو سره د شهيدانو او معلولینو په نوم له دولت څخه پېسې اخلي او خپل جیب کې یې اچوي.
داسې هم ویل شوي وو، چې د علي جمعه په نوم د همدې ادارې د یو مامور لور په یواځې ځان ۵۰ کارټونه جوړ کړي دي.
په دې ولایت کې د کورنيو چارو وزارت اړوند د ۳۵۰ استخباراتو ریاست ساحوي مسوولين داسې سندونه او شواهد په لاس راوړي وو، چې په نوموړي ریاست کې د شهيدانو او معلولينو اړوند په ميليونونه افغانۍ شخصي جيبونو ته تللي.
هغه مهال په هلمند کې د کورنيو چارو وزارت اړوند د استخباراتو د ۳۵۰ ځانګړي ریاست ساحوي مسوول لومړی څارن عبدالظاهر سلام وطندار ته ويلي و، چې د کار او ټولنيزو چارو ریاست ۴ هغه مامورين يې نيولي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې يې د شهيدانو او معلولينو په نوم ميليونونه افغانۍ ترلاسه کړي او په خپل منځ کې يې سره ویشلي دي.
یاده دې وي، چې د کار، ټولنیزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان ۲،۷ سلنه نفوس معلولین جوړوي.