د کابل ښار ۷مه ناحیه کې د وژل شويو کسانو کورنۍ عدالت غواړي

د کابل ښار اوومه ناحیه کې د وژل شويو کسانو کورنۍ چې غړي یې تېره اوونۍ د ناپېژاندو کسانو له لوري ووژل شول، له حکومته غواړي چې قاتلان يې ونيسي او د عدالت ټيڼګولو په موخه دې يادو کسانو ته جزا ورکړي.

پوره یوه اوونۍ وړاندې ناپېژاندو کسانو د کابل ښار اوومه ناحیه کې د ټرانسپورت وزارت د یوه کارکوونکي کور ته دننه شول چې د هغه مېرمن او درې ماشومان یې په ترخز ووژل.

اوس د یوې اوونۍ په تېرېدو سره د دغو وژل شويو د کورنۍ غړي حکومت نه د عدالت تامینېدو غوښتنه کوي.

نوراقا کوم پلار چې خپله لور بصیره او درې لمسیان یې دغه پېښه کې له لاسه ورکړي وايي، د دغې وژنې عاملان تراوسه نه دي نیول شوي.

دی وايي، پېښه د شخصي خصومتونو له کبله شوې ده.

د نوراقا په وینا، کله چې یې خپله لور او لمسیان د وروستي ځل لپاره ولیدل مخونه یې په وینو ککړ وو او په بدن یې ژور ټپونه شوي وو.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز سلام‌وطندار ته وايي، د دغې کورنۍ د څلورو وژل شويو غړو په تړاو څېړنې روانې دي او دې برخه کې پرمختګ هم شوی دی.

کابل ښار کې جنايي جرایم او وسله‌والې وژنې داسې مهال زیاتې شوي چې د کورنیو چارو وزارت دې وروستیو کې کابل ښار کې د جنايي جرمونو د لاملانو نیولو لپاره عملیات پيل کړي؛ خو لکه څنګه چې لیدل کېږي، دغه عملیات ګټور نه دي تمام شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام