د کابل ښار ښاه‌شهید سیمې څه باندې ۳زره کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژې پرانیسته

د کابل زون د اوبو رسولو رییس سردارولي ملکزي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د چټلو اوبو په اړه د شاه‌شهید سیمې د اوسېدونکیو له شکایتونو او هلوځلو وروسته یې دغو کورنیو ته د څښاک پاک اوبو رسولو چارې پیل کړي دي.

ښاغلی ملکزی وايي، د صفت ودانیز شرکت سره تړون لاسلیک شوی او ژمن دی چې د یو کال کې به د شاهشهید ۳۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورسوي.

نوموړی وايي، کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو دغه پروژه ۲۸ اعشاریه ۷ کیلومتره ده چې لګښت یې هم څه دپاسه ۸۴ میلیونه افغانۍ کېږي.

په ورته وخت کې د اوبو رسولو او کانالیزاسیون عمومي شرکت رییس حمیدالله یلاني وايي، دوی هڅه کوي د کابل نورو سیمو کې هم چې اوبه یې ککړې دي ورته پروژې عملي کړي.

شاهشهید کې د یوې سیمې ګذر وکیل سخي وویل، له کورنیو جګړو را وروسته یې د څښاک اوبه ککړې شوي چې ماشومان به له ډول ډول ناروغیو سره مخ وو.

د هغه په وینا، اړوند چارواکیو ته د سیمې اوسېدونکیو له شکایتونو وروسته د پاکو اوبو رسولو پروژې چارې پیل شوې.

دا داسې مهال دی چې د کابل په ګډون د هېواد ډېرو لویو او وړو ښارونو کې د څښاک اوبو ستونزه شته او داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې ډېری خلک د څښاک د پاکو اوبو نه‌شتوالي له‌امله په ناروغیو اخته کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام