د کابل ښار په حضوري چمن کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د افغانستان له بېلابېلو سیمو مدني فعالان د کابل پرلت تر نوم لاندې را ټول او د اعتراض خېمه یې درولې او د بین الافغاني سولې په ملاتړ یې خپل غږ پورته کړي.
پر همدې خېمې بېګاه ماښام بمي برید وشو چې د زاهد الدین په نوم یو مدني فعال په کې ووژل شو او ۱۵ نور ټپیان شول.
دغو مدني فعالانو نن په کابل کې د خبري غونډې پرمهال د یاد برید پړه پر پاکستان ورواچوله.
د یاد خوځښت یو سرلاری انجینیر احمدالله وزیری وايي، پرونی برید پاکستان کړی او هڅه کوي دغه غږ غلی کړي.
دغو مدني فعالانو د پرېکړه لیک په خپرولو سره له طالبانو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یو ځای او له جګړې لاس واخلي او طالبانو ته یې خبرداری ورکړ که د سولې موجود فرصته ګټه وانه خلي او افغان وژنې ته خپل کار ووایي پرضد به یې ټول هېوادوال ملي پاڅون ته راوبولي.
دغه پرېکړه لیک چې د یاد خوځښت یو سرلاري اسرارکریمزي ولوست په یوه برخه کې یې له نړیوالې تولنې غوښتل شوي چې پر پاکستان دې د ترهګرۍ جوړوونکي، تمویلوونکي او تسهیلوونکي هېواد په توګه بندیزونه ولګوي او تروریزم پالونکیو هېوادونو په تور لېست کې دې شامل کړي.
د کابل پرلت سرلاري له ډېورند کرښې اخوا د پراخو مدني حرکتونو په تړاو وايي، غوښتنې یې بشري او انساني دي؛ بنا دوی د دغو بشري غوښتنو ملاتړي دي او د کابل پرلت هڅه کوي له هغوی سره په ګډه نړیوالو ته د پاکستان ترهګرۍ څېره لا بربنډه کړي.