له څه مودې راهیسې د کابل ـ شمال لویې لارې موټرچلوونکي او مسافران دغه لویه لاره کې د غلو له لوري د توکیو له غلا کولو او وهلوټکولو شکایت کوي.
د دوی په وینا، زیاتره غلاووې د شپې لهخوا کېږي.
د کابل ـ شمال لویې لارې مسافران او موټرچلوونکي وايي، دې لویې لارې کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې د وسلهوالو غلو حضور لهپاره زمینه برابره کړې او سره لهدې ـ چې د دوی توکي غلا کوي ـ زیاتره وخت وهلټکول کېږي هم.
مسافران هم د کابل ـ شمال لویه لاره کې له وضعیته ښې خاطرې نه لري او وايي، تل ورسره دې لویې لارې کې د وسلهوالو غلو وېره وي.
د کابل ـ شمال لویې لارې له مسافرینو یو عبدالرقیب ابراهیمي دی. دی وايي، وسلهوالو غلو ورنه د کندوز ـ بدخشان لویې لارې کې ټول توکي غلا کړي او هغه یې وهلیټکولی هم دي.
د ښاغلي ابراهیمي په وینا، د وسلهوالو غلو شمېر لس کسان و چې پنځو به یې مسافران تلاشي کول او پنځه نور یې په وسلو سمبال وو.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي وايي، د غیرومسوولو وسلهوالو او غلو نیولو لهپاره د ټول هېواد په کچه هڅې پیل شوېدي.
دی په ورته وخت کې له هېوادوالو غواړي چې له پولیسو سره مرسته وکړي چې مجرمان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
ښاغلی رحیمي زیاتوي، د شمال لویې لارې کې د هېوادوالو اندېښنو ته به په جدي ډول لاسرسی وشي.
ورته مطالب: