د کابل حوزې د کانکور ازموینې لومړی پړاو پیل شو

د لوړو زده‌کړو وزیر نجیب‌الله خواجه‌عمري

د لوړو زده‌کړو وزیر نجیب‌الله خواجه‌عمري نن د کابل حوزې کانکور د ازموینې په پرانیست‌غونډه کې وویل، د ۱۳۹۶ کال د فارغانو کانکور ازموینه د لومړي ځل له‌پاره د روان کال د وري په ۹مه نېټه له لوګر، پنجشېر، بادغیس او نیمروز ولایتونو څخه پیل شوه.

په سږني کانکور کې د ګډونوالو ټولیز شمېر د ۲ زره او ۵۱۳ دیني مدرسو فارغانو په ګډون ۱۴۵ زره او ۸۹۱ کسانو ته رسېږي.

د ښاغلي خواجه‌عمري په وینا، د دیني علومو برخې، شپې ښوونځیو او څوارلسم پاسانو په ګډون د کابل حوزې ګډونوالو شمېر ۵۷ زره او ۹۲۹ کسان دي.

د لوړو زده‌کړو وزیر وايي، د سږ کال په کانکور ازموینه کې د رڼښت تضمین او درغلیو مخنیوي له‌پاره، ګډونوالو یو ځل له کانکور ازموینې وړاندې او یو ځل هم له ازموینې وروسته بایومتریک کېږي او هر ګډونوال د کانکور یوه ځانګړې کتابچه لري.

د لوړو زده‌کړو وزیر نجیب‌الله خواجه‌عمري په وینا، د روان کال د کانکور ازموینې پایلې به د اسد میاشتې تر ۱۰مې نېټې اعلان شي.

د کابل حوزې د کانکور ازموینې لومړي پړاو کې ۱۴زره او ۶۶۴ داوطالبانو ګډون کړی چې له دې ډلې ۵ زره او ۴۴ تنه یې نجونې دي.

د دې ازموینې دویم پړاو کې ـ چې سبا به ترسره شي ـ ۱۴ زره او ۹۵۴ ګډونوال برخه واخلي.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکي همدارنګه وايي، د کابل حوزې د کانکور ازموینې درېیم او څلورم پړاو به هم نږدې راتلونکې کې واخېستل شي چې متفرقه برخه هم په‌کې شاملېږي.

د کابل حوزې د کانکور ازموینې لومړي پړاو دوه ګډونوال تبسم او مژګان له دولت او لوړو زده‌کړو وزارت غواړي چې د کانکور ازموینې بهیر په یو شفاف بهیر بدل کړي.

د دوی په وینا، دولت باید د هغو کسانو ازموینې کې بې‌پایلې زده‌کوونکیو ته هم د زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړي.

ویل کېږي، دولتي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسېسو کې د جذبوونکیو کسانو شمېر ۶۲زره او ۶۶۲ کسان، نیمه لوړو دولتي زده‌کړو موسېسو کې ۵۳ زره او ۷۷۰ کسانو او دیني مدرسو کې هم یو زرو او ۱۵۰ تنو رسېږي.

د معلوماتو له‌مخې به په ورته وخت کې د ۸ زره او ۸۵۱ څوارلسم پاسه داوطلبانو له ډلې ۴ زره او ۵۸۰ کسان د لوړو زده‌کړو موسېسو او بنسټونو ته جذب شي.

د یادونې وړ ده چې د هېواد ۳۴ ولایتونو له ډلې یوازې د ننګرهار ولایت کانکور ازموینه نه‌ده ترسره شوې چې تر راتلونکیو درېیوو ورځو پورې به دغه ولایت کې د داوطلبانو بایومتریک بهیر پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام