د کابل اوسيدونکي: د غصب د مخنيوي په هکله د حکومت له دریځه ملاتړ کوو

د کابل ولایت یو شمیر ولسوالیو استازو او مشرانو د کابل والي سره  د دوشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې پرمهال د غصب د مخنیوي څخه د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ وویل، چې حکومتي چارواکي د ځمکو په غصب کې ښکیل دي.

دوی وايي، چې د غصب مخنیوي په موخه له حکومته ملاټر کوي، خو په غصب کې زیاتره لوړپوړي چارواکي لاس لري.

د چهار اسیاب ولسوالۍ ولسي شورا مشر کفیل نظر په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې  زورواکي په زیاتو سیمو کې د غصبولو په موخه پر دولتي ځمکو پلانونه جوړوي او په حکومت کې دننه د ځينو کړیو ملاتړ هم ورسره دی.

همدارنګه د کابل خاک جبار ولسوالۍ په استازیتوب حاجي زیارت ګل غونډې ته وویل، چې د ولسمشر له مرستیال څخه نیولې ټول دولتي چارواکي او زوراکان د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ځمکو په غصب کې لاس لري.

زیارت ګل وايي، ولس چمتو دی د غصب مخنیوي په موخه د حکومت هر اړخیز ملاټر وکړي، خو حکومت باید ورسره ژمنه وکړي، چې غصب شوې سیمې له غاصبانو بېرته نیسي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال بیا سلام وطندارته وویل، ولسمشر په حکومت کې دننه او بهر د ځمکو غاصبینو پر وړاندې روښانه دریځ لري او ورسره قانوني چلند کوي.

مینه پال زیاته کړه، چې اوسمهال د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د ځمکو غاصبینو پر وړاندې اقدامات کیږي او په زرګونه جریبه ځمکه يې له غاصبینو خلاصه کړې.

دغه راز، د کابل والي حامد اکرم غونډې ته وویل، چې یوازې په کابل ولایت کې ۴۲ زره جریبه ځمکه غصب شوې او د ځمکې غاصب چې هرڅوک وي ورسره په کلکه مخالف دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام