د کابل امنیه قوماندانۍ: د اوربند پربنسټ ځېنې طالبان پلازمېنې ته داخل شوي

د اوربند په دویمه ورځ د کابل ښار په کوټې سنګي سیمه کې طالبان او حکومتي سرتېري یوځای لیدل کېږي

د ولسمشر غني له‌خوا د طالبانو پروړاندې له ۸ ورځني اوربند اعلان وروسته طالبانو یوازې د کوچني اختر لومړۍ درې ورځې اوربند اعلان کړ چې د دغې ډلې ځېنې وسله‌وال د کابل ښار ځېنو سیمو ته ننوتل او خپل بیرغونه یې لېږدول.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل، د کابل پولیس پلازمېنې ته د ځېنو طالبانو راننوتلو له موضوع خبر دي او حالت په بشپړه توګه د حکومت تر کنترول لاندې دی.

ستانکزی وايي، ښار ته رادخل شویو طالبانو په امنیتي کمربندونو کې خپلې وسلې سپارلي دي او له وتلو وروسته به بېرته هغوی ته خپلې وسلې ورکړل شي.

د ریپوټونو پربنسټ د اختر په لومړۍ ورځ یوشمېر طالبانو د ځېنو ولایتونو مرکزونو ته له وسلو سره ورغلي وو او هلته یې امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو سره یو ځای د کوچني اختر لمونځ ادا کړی دی چې په ټولنیزو شبکو کې یې مثبت غبرګونه لرل.

د اوربند پرمهال حکومتي سرتېرو او طالبانو یوځای دوه بیروغونه لېږدول

دغه‌راز د کوچني اختر په دویمه ورځ کندوز، ننګرهار، لوګر، فراه، کابل، کونړ، لغمان، پکتیا، بادغیس او یوشمېر نورو ولایتونو کې طالب چارواکیو او د دې ډلې وسله‌والو له امنیتي ځواکونو او ولس سره یوځای اختر نمانځلی او ګډې ناستې یې کړي دي.

په همدې حال کې د لوګر ولایتي شورا مرستیال ډاکټر عبدالولي وکیل سلام‌وطندار ته وویل، چې د دې ولایت په ازرې ولسوالۍ کې امنیتي مسوولانو، سرتېرو، طالب چارواکیو او د دې ډلې وسله‌والو یو ځای د اختر دویمه ورځ ونمانځله ښاغلی وکیل وايي، ولس له طالبانو او حکومت وغوښتل چې اوربند دې تمدید شي.

دغه‌راز د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکي سردارولي د تیلیفون په کرښه سلام‌وطندار ته وویل، چې ولس د حکومت او طالبانو د اوربند له پرېکړې زښت ډېر خوشاله دی. دی وايي، ولس، حکومت او طالبانو اختر وکړي او خلکو له دواړو خواوو وغوښتل چې اوربندې وغځول شي.

په دې انځور کې د لوګر ازرې ولسوالۍ حکومت ترواک لاندې سیمه کې امنیتي مسوولان، طالبان او ولس په ګډه خوشالي کوي

سردارولي وايي، د پرېکړې له‌مخې سبا ورځ د دې ولسوالۍ ځېنې امنیتي مسوولان او سرتېري به د طالبانو ترواک لاندې سیمو ورشي او له هغوی سره اختر نمانځنه او خوشي وکړي.

په دې اړه د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند سلام‌وطندار ته وویل، په ولایتونو او کابل ښار کې د طالبانو حضور د اندېښنې وړ خبره نه ده؛ خو امنیتي مسوولان باید حالت په دقیقه توګه وڅاري.

د یارمند په باور، د باور فضا رامنځته کول د اوربند یو له اصولو دي او د ولس په منځ کې د وسله‌وال راښکاره کېدل له لومړنیو مراحلو ګنل کېږي.

ښاغلی یارمند وايي، د طالبانو ترڅنګ نورې ډلې هم موجودې دي چې د هغوی تشخیص اسانه چاره نه ده او د دغې موضوع په درکولو سره امنیتي ځواکونه باید یوې پياوړې دفاع ته چمتو ووسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام