ننګرهار ته د ښېوې ولسوالۍ د پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو او تحقیقاتو د لوی رییس سید عبدالغفار سیدزاده په مشرۍ یو باصلاحیته پلاوی ورغلی او د یادې پېښې د ښې او ژر څېړنې په موخه یې تحقیقات پیل کړي دي.
لوی پاسوال سید عبدالغفار سیدزاده د ښېوې د قضیې په تړاو نن د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، دوی له تېرې ورځې د دې قضیې د څېړنې کار پیل کړی، چې د ښېوې ولسوالۍ د سپین ږیرو او قومي مشرانو سره یې خبرې پیل کړي او ژر به د تحقیقاتو پایله له رسنیو سره شریکه کړي.
له پلازمېنې ننګرهار ته د راغلي پلاوي په ترکیب کې د لوی پاسوال سید عبدالغفار سید زاده په ګډون د لويې څارنوالۍ ، ملي امنیت او د سیمه ییزو ارګانونو استازي شامل دي.
سید زاده وویل، دوی تر اوسه د دې قضیې په تړاو د نادر خان پر لور "مروې" تور پورې کوونکی او د هغه زوم ولایت خان، ملا امام او د هغه اوسنۍ مېرمن مرحبا په ګډون څلور کسان نیولي دي.
سید عبدالغفار سیدزاده وايي، دوی به د ښېوې ولسوالۍ هغه حکومتي چارواکي هم څارنوالۍ ته د پوښتنو له پاره ورولېږي، چې په دغه قضیه کې يې ناغېړي کړې ده.
نوموړي د ځینو رسنیو خپرو شویو راپورونو ته په اشارې وویل، ښايي دغه قضیه له خپرو شویو راپورنو سره یو څه توپير ولري.
په ورته وخت کې په یوه شپه پر دوو خویندو نکاح تړونکي ولایت خان وویل، خپله لومړۍ مېرمن "مروا" یې له دې امله طلاقه کړې چې پېغلتوب یې نه درلود او زیاته یې کړه، چې په هماغه شپه یې خپله او د مروا کورنۍ خبره کړې.
هغه وویل، د "مروا" کورنۍ ورته په رضایت او پرته له زور "مرحبا" په خپله خوښه وروستې او نکاح یې تړلې ده.
ولایت خان وايي، چې لومړۍ مېرمن یې د شپې طلاقه کړې او د ملا امام پر وینا، یې له مېرمنې سره څه باندې دوه میاشتې وروسته همبستر شوی دی.
له بل لوري د ولایت خان اوسنۍ مېرمن او د نادر خان دویمه لور "مرحبا" وايي، کله چې یې خور "مروا" د پلار کور ته وسپارل شوه، هغه د خپلې کورنۍ په خوښه او پرته له زوره د ولایت خان کور ته وروړل شوې ده.
مرحبا وايي، کورنۍ یې ځینو خودغرضو تېر ایستلې او خلک د دوی په مسئله کې شخصي ګټې ګوري.
دغه راز نیول شوي ملا امام عبدالرحمان ادعا کوي، چې دې تېر ایستل شوی او په ناخبرۍ کې یې د دغه جلۍ نکاح له ولایت خان سره تړلې.
هغه وايي، ده ته ویل شوي وو، چې "مروا" او "مرحبا" د تره لورګانې دي او دا هم ورته ویل شوي وو، چې دغه نکاح د دواړو کورنیو په خوښه ده.
د سلطان محمد په نوم یو بل نیول شوي کس له دغه قضیې ناخبري ښودله او ویل یې، دی د دې نکاح پر مهال کابل کې و، چې له راتګ نه وروسته ورسره له ولسوالۍ اړیکه نیول شوې او دی په ناخبرۍ کې نیول شوی.
دی وايي، چې له دغو دواړو کورنیو سره هېڅ خپلوي نه لري.
له دې مخکې د نادر خان لور او د پېښې لومړۍ قرباني "مروا" رسنیو ته ویلي وو، چې په هغې د واده پر شپه خپل خاوند ولایت خان تور پورې کړی، چې ګوندې نوموړې پېغلتوب سالم نه دی.
خو مروا ویلي وو، چې هغه اوس هم ځوانه ده او مېړه یې پرې ظلم کړی.
څه دپاسه دوه میاشتې مخکې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د یو جهادي قومندان ساتونکي په یوه شپه دوه خویندې په نکاح کړې وې، چې دغه موضوع تېره چهارشنبه د رسنیو په سرټکو کې راغله.