د ښځو د همغږۍ شبکې د بې سوادۍ د له منځه وړلو له پاره یو ملي کمپاین پیل کړی دی، د دې کمپاین له لارې غواړي، چې د مېرمنو د بې سوادۍ کچه راکمه او بلاخره په بشپړ ډول یې له منځه یوسي.
دوی له ټولو فعالو مېرمنو غواړي، چې په داوطلب ډول له دې کمپاین سره یو ځای شي.
د ښځو د حقونو فعاله مېرمن شهلا امیري وايي، چې د سواد زده کړه، د ښځو اساسي حق دی او زیاتوي، چې په هېواد کې د بې سوادو مېرمنو د شمېر زیاتوالی یو ناورین دی او دغې موضوع ته باید افغان حکومت، مدني ټولنې او نړیوالې ټولنې پام وکړي.
له بې سوادۍ سره د مبارزې معینیت استازې زهرا جعفري د ښځو د همغږۍ شبکې د دې طرحې په اړه وايي، چې دوی په یوې کورنۍ یو لوستي کس ته دنده ورکوي، چې د خپلې کورنۍ یو یا دوه کسانو ته زده کړې ورکړي او له دې تګلارې کورنۍ لوستې شي.
دغه شبکه هوډ لري، چې د سواد زده کړې ملي کمپاین د هېواد ټولو لرې پرتو ولسوالیو کلیو او بانډو ته ورسوي.
د ښځو د همغږۍ شبکه وايي، چې که چېرې دغه طرحه په بشپړ ډول عملي شي تر راتلونکي شمسي کال پورې به د لوستو مېرمنو شمېر دوه برابره شي.
دغه کمپاین په داسې حال کې پیلیږي، چې د سواد زده کړې د پروګرام د پراختیا په برخه کې یو شمېر نړیوالو ادارو هم له افغان دولت سره مرسته کړې، چې له هغې ډلې، د ملګرو ملتونو د یو نیسف، یو نسکو، د خوړو نړیوال سازمان، هبیتات، برکت افغانستان، پاملرنې، دجاپان جایکا، اکتید، د لویانو د زده کړې موسسه(ANAFAE)، د ښځو د وړتیا لوړونې موسسه او نورې غیر دولتي ادارې شاملې دي.