د بغلان ولایت د ډنډې غوري ولسوالۍ قومي مشرانو د خپل کړي تړون ننګه په داسې مهال کوي، چې یوه میاشت وړاندې د ولسمشر غني په امر دغه ولسوالۍ ته حکومتي پلاوی ولېږل شو، چې له دې سیمې وسله وال طالبان وباسي.
په همدې اړه پرون د (سپټمبر په ۳۰مه) په کابل کې د بغلان ولایت د ډنډې غوري ولسوالۍ سیمې قومي مشرانو وویل، چې له هوکړه لیک وروسته د دوی په سیمه کې هیڅ ډول جګړې نه دي شوې او ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ پر خپلو ځایونو ځای پر ځای شوې دي.
دغه قومي مشرانو وایي، چې له مرکز څخه یو شمېر کړۍ د ډنډې غوري ولسوالۍ قومي مشران او سیمې ته ورغلی دولتي پلاوی له طالبانو سره په همکارۍ تورنوي، چې ګواکي د ډنډې غوري ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ورکړل شوې ده.
لاسلیک شوی هوکړه لیک د ۲۱ کلیو ۱۰ قومي مشرانو چې د بېلابېلو قومونو استازيتوب کوي، دولایتي ادارې او له مرکز څخه ورغلي حکومتي پلاوي سره لاسلیک کړی، چې پر خبره یي دې هوکړه لیک کې هيڅ ډول وسله والو ته ځای نه دی ورکړل شوی او نه هم د دوی کوم لاسلیک موجود دی.
دغه راز، په دې هوکړه لیک کې راغلي دي، چې بې ځایه شوې کورنۍ به بېرته خپلو کورنو ته راستنېږي، دولتي ارګانونو په ځانګړي توګه امنیتي او کشفي ارګانونه به د سیمې خلک د سپين ږیرو له اجازې پرته نه زنداني کوي او هغه څوک چې ګډوډي جوړوي؛ د سپين ږیرو په مرسته به امنیتي ارګانونو ته سپارل کېږي.
د قومونو او سرحدونو وزیر محمد ګلاب منګل وايي، چې د بغلان ولایت او ډنډې غوري په سیمه کې ۳۶۰۰ غیر مسوله وسله کسان شته، چې پر وینا يې د دې وسله والو ګټې په جګړه کې نغښتې؛ نو ځکه اوس د سولې او امنیت پر ضد منفي تبلیغات کوي.
چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو او حکومت تر منځ په نښته کې د تېرو ۹ میاشتو په لړ کې خلکو ته پراخ د سر او مال زیانونه اوښتي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په یاده موده کې ۵۲ ملکیان وژل شوي، د ۱۱۶ ټپي کېدو ترڅنګ ۲۲ جوماتونه، ۲۲۶ کورونه، ۴ ښوونځي ویجاړ شوي او تر ۳۰۰۰ ډېرې کورنۍ ګډه کېدلو ته اړ شوې دي.

په دې اړه د ډنډې غوري ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي مستو خان وویل، موږ لس قومي مشرانو دغه سند لاسلیک کړی، چې له امله یې تر اوسه په سیمه کې جګړه نشته، خو که مو همداسې پرېښې وای؛ نو له په یوه میاشت کې به د کندوز له برخلیک سره مخ شوی وی.
د مستوخان په خبره، له یوې میاشتې راهیسې په ډنډې غوري کې چا د ټوپک غږ نه دی اورېدلی، که یې ثبوتول غواړئ، د فرغوان تپې په نومي سیمه کې پوښتنه وکړئ، چې هلته د پخوا په څېر جګړه شته کنه.
د ډنډې غورې بل قومي مشر محمد امان وايي، چې د ډنډې غوري په امنیت کې د قومي مشرانو منډې ترړي د یادولو وړ دي او په دې اړه هیڅ ډول نیوکه منطقي نه ده، چې له طالبانو سره معامله شوې ده.
د ده په خبره، چې په سیمه کې سوله ده او حتی د پلخمري – مزار پر سړک هم امن دی او هیڅ ډول جنګ نه شته.
د حکومتي پلاوي مشري، چې د سرحدنو او قبایلو وزیر محمد ګلاب منګل کوله د ولایتي ادارې او قومي مشرانو سره سره (۹) ماده ایز هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک په ترڅ کې قومي مشرانو ژمنه کړې، چې د پلخمري ــ مزار شریف په غځېدلي سړک د ډنډې غوري سمې د بلدکونو نه تر چشمه شېر پورې هېڅ ډول پوځي جګړې نه کېږي، د اژده هار کوتل نه تر دهنه غوري پورې به هيڅ ډول ماینونه نه اېښودل کېږي او جګړه به نه وي.