د چاودنو ځایونو ته د خلکو راغونډېدل، د هغوی د وژل کېدو امکان ډېروي

تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دښت‌برچي کلا‌ناظر سیمې په یو کلپ کې ځانمرګی برید وشو چې ۶ کسان یې ووژل او ۱۰ نور یې ټپیان کړل.

خو له دې پېښې یو ساعت وروسته، همدې سیمې کې د راغونډو شویو کسانو ترمنځ بل برید هم وشو چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

امنیتي مسوولان وايي، کله چې برید کېږي؛ ګڼ شمېر خلک سیمه کې راټولېږي چې نه یوازې د پولیسو خبرداریو ته پام نه‌کوي، بلکې د هغوی د کار مخه هم نیسي.

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، د تېر ماښام برید کې سره له دې چې پولیسو د پېښې ځای کې خلکو ته خبرداری ورکړی‌و چې سیمه خوشې کړي؛ خو خلکو تاوتریخوالی کړی او امنیتي ځواکونو ته یې اجازه نه‌ده ورکړې چې د پېښې ځای ته نږدې ورشي. د ده په وینا، په همدې کش و ګیر کې بله چاودنه هم شوې‌ده.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، مرسته او همکاري د هر انسان دنده ده چې په همدې دلیل ځېنو مواردو کې د پېښې ځای ته د پولیسو ژر نه رسېدو له امله خلک د مرستې له‌پاره لاس کوي چې ټپیان روغتون ته ولېږدوي.

خو دوی ټینګار کوي، اوسنیو حالاتو کې اړتیا نه‌شته چې خلک د پېښې ځای کې راغونډ شي. دوی وړاندیز کوي چې قربانیانو ته د مرستې رسولو مسوولیت امنیتي ځواکونو ته ورخوشې کړي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرو له‌مخې، کابل ښار کې د تېر ماښام پرله‌پسې بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۹۰ نور ټپیان شوي‌دي.

دغو بریدونو کې د طلوع نیوز ټلوېزیون یو خبریال او عکاس هم وژل شوی او د نورو رسنیو څلور رسنیز همکاران هم ټپیان شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام